د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د سولې په راوستو د ځوانانو کردار


د سولې په راوستو کې د ځوانانو د کردار تر سرليک لاندې په جلال اباد کې درې ورڅيني ښوونيز سيمینار د شنبې يا خالي پر ورځ پای ته ورسیدو. په دې ښوونيز سيمينار کې پنځوس تنو ښځينه او نارینه ځوانانو ګډون کړی.

د سولې په راوستو کې د ځوانانو د کردار تر سرليک لاندې په جلال اباد کې درې ورڅيني ښوونيز سيمینار د شنبې يا خالي په ورځ پای ته ورسیدو. په دې ښوونيز سيمينار کې پنځوس تنو ښځينه او نارینه ځوانانو ګډون کړی.

دغه درې ورځینی ښوونيز سيمينار د يو اين ډي پي او ځلانده افغانستان ټولنې په مالي او د ننګرهار د ځوانانو چارو امريت په تخنيکي مرسته جوړ شوی و چې د ولسواليو په کچه د ځوانانو د شوراګانو پنځوس تنو ښځينه او نارينه وو په کې ګډون کړی و. په سيمينار کې د سولې د راوستو په اړه ځوانانو ته بیلابیلې لارې چارې وښودل شوې.

د ننګرهار د ځوانانو چارو د امريت مشر مطیع الله احمدزي په دې اړه مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:

« ځوانان څومره مسووليت لري، څه بايد وکړي، د دې تر څنګ بايد چې د سولې لپاره کار وکړي، په خپلو کليو بانډو کې کومې شخړي ګوري، د دغه شخړو او منازعو په حل کې بايد ځوان رول ادا کړي. او وشي کولای چې دغو مشکلاتو ته د پای ټکی کيږدي.»

د ننګرهار ولايت مرستيال محمد حنیف ګرديوال په ځوانانو غږ وکړ چې خپلو هڅو ته عملي بڼه ورکړي.

« ډير زيات مشکلات د بد امنۍ دي، ننګرهار ولايت هم ترینه مثاتره دی، په ځينو ولسواليو کې موږ هم مشکلات لرو. خلک له ستونزو سره مخ دی، ټول ځوانان چې له کوره راووځي، دغه يو تشویش له ټولو سره وي چې خپل اولادونه يې ژوندي کور ته راستانه شي، د دې لپاره ده چې دغه حرکتونه بايد ډير نمایشي نه وي، په دې باندې یاید واقعي په صداقت او ايماندارۍ باندې کار وشي. »

د دغه ښوونيز سيمينار ښوونکي نورزیې سيمينار ځکه ګټور وباله چې ګډونوال يې خپلو سيمو ته د سولې له پیغام سره ستنيږي.

« زیاتره ځوانان چې دلته راغلي، د ولسواليو څخه دي، په ولسواليو کې د ځوانانو شوراګانې لري، د دوی لپاره دغه سيمينار ځکه ګټور دی چې دوی د سولې په اړه دلته معلومات اخلي او بيا يې په خپلو سيمو کې د شوراګانو سره شريکوي.»
د سيمينار يو تن ګډونوال د سولې د راوستو په لار کې ياد سيمينار ډير ګټور وباله.

« قدرت الله شکیب يم، موږ ته په ژوند کې تر ټولو مهمه مسله سوله ده، که چيرې سوله په ټولنه کې راشي، امنيت راځي، که امنيت راشي، تعليم پرمختګ کوي، په مختلفو برخو کې موږ ځوانان کولای شوو چې رشد وکړو، پرمختګ وکړو، د سولې د راوستلو لپاره دغه ورکشاپ زموږ لپاره مفيده و.»


د سيميڼار ګډونوال په دې باور وو چې که دغه شان ښوونيز سيمينارونه په ولسواليو کې جوړ شي، ګټه به يې ځو برابره زیاته وي.

XS
SM
MD
LG