د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ننګرهارځواکونو ته درې هيلي کپټرې ورکړل شوې


د افغانستان د ختيځ زون له هوايي ځواک سره د افغانستان د دفاع وزرات له اړخه د درېو هیلي کپټرو مرسته وشوه.

د افغانستان د ختيځ زون له هوايي ځواک سره د افغانستان د دفاع وزرات له اړخه د درېو هیلي کپټرو مرسته وشوه. د هوايي ځواک چارواکي وايي چې له دغو چورلکو څخه به په فوځي اکمالاتو سربیره، د طبیعي پيښو پر مهال د ولسي وګړو مرسته هم کوي..

د افغانستان د دفاع وزرات يوه پلاوي، د پنجشنبې يآ زیارت په ورځ د ننګرهار په هوايي ډګر کې د دغه ولايت د چارواکو په وړاندې درې هيلي کپټر یا چورلکۍ د ختيځ زون هوايي ځواک په واک کې ورکړې.

په دې موقع د ننګرهار ولایت مرستیال محمد حنیف ګردیوال د په یوې خبري ناسته کې رسنیو ته وویل،چې له دې وړاندې په ختیځه سیمه کې افغان هوايي ځواک د یو لړ ستونزو سره مخ و،چې د ولایت مقام په غوښتنه د ملي دفاع وزارت اوس دپاره درې څرخي الوتکې د ننګرهار هوايي ډګر سره مرسته وکړه او د نورو الوتکو ژمنه يې هم کړې:

«د زخميانو او شهيدانو په انتقال کې د اکمالاتو په رسولو کې دا يوه لويه لاسته راوړنه ده چې هميشه به موږ يا بهرنيو ځواکونو ته وينا کوله، هغوی به هم کله دې ته اماده وو او کله نه وو. موږ د ننګرهار د ولایت د مقام په غوښتنه چې هميشه به مو کوله، فعلاٌ لپاره دغه درې باله دغه درې هيلي کپتر رارسيږي او د دې نه وروسته به نورې هم چې تقریباٌ شپږ يا اوه به برابري.»

په ختیځ زون کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قومندان تورن جنرال محمد زمان وزیري وویل، دوی به له دې الوتکو څخه امنيتي ځواکونو ته په اکمالاتو سربيره په بیړنیو حالاتو کې د ملکي خلکو مرسته کوي.

«د دې هلي کپترو له راتګ سره واقعاٌ زموږ ډيرې ستونزې حل کيږي. زخميان او شهيدان مو پر وخت او زمان تخلیه کيږي، په ليرو پرتو جزوتامونو کې، سرحدي پوستې او زموږ خپلې پوستې کې که ضرورت پيښيږي، په عین وخت کې به استخدام شي، دغه خپله واضح ده چې مشکلات رفع شول.»

د افغانستان د هوايي ځواک عمومي قومندان جنرال عبدالوهاب وردګ ژمنه وکړه،چې دوی به په نیږدې وخت کې نورې الوتکې د ختيځ زون د هوايي ځواکونو په واک کې ورکوي:

« يوه بله هم ورکوو چې څلور شي، دا به په انتقال د مواد لوژیستکي، او تخليه د زخميانو او شهيدانو او د ملکي خلکو په خدمت کې به هم وي، په اضطراري حالاتو کې ليکن د دې د حمایه لپاره يوه جوړه يا دوه باله هيلي کپټر نور هم ورکوو. په هغو څایونو کې چې لوړ تهدید دی، هلته به دوی حمایه کوي.بر علاوه د دې يوه ترانسپورتي هم ورکوو، تر اخر د ميزان پورې.»

په ختیځ زون کې د ملي اردو ځواکونو د د چارواکو په وینا د دوی ځمکنۍ قواوې له پخوا نه پوره تجهیز وې، اوس چې ورته هوايي ځواک په واک کې ورکړل شو، دوی به په راتلونکې کې ډيرې لاسته راوړنې ولري.

XS
SM
MD
LG