د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پاکستان د یوازېتوب په حال کې دی'


وزیر اعظم نواز شریف
وزیر اعظم نواز شریف

د هندوستان لپاره د پاکستان پخوانی سفير طيب صديقي وايي په پاکستاني ولس کې د هندوستان خلاف نفرت پيدا کړل شوی او بيا د نفرت له دغو جزباتو ځینې ډلې ګټه پورته کوي.

د پاکستان وزيراعظم په خپله د دی خبرې اقرار کړی چې له ګاونډيو هيوادونو سره د پاکستان اړيکې ښې نه دي او د ده په خبره په دې تېرو څو کلونو کې د دوی هېواد په ټوله نړۍ کې د يوازيتوب په يو کيفيت کې پاته شوی دی.

نواز شريف روانه اونۍ تيره ورځ د قامي امنيت شورا ته په خپله وينا کې وويل چې له چين پرته يو ګاونډي هيواد سره هم د پاکستان اړيکې ښې نه دي،« له افغانستان سره زموږ اړيکې ډيرې ښې نه دي، له ګاونډي هيواد هند سره هم زموږ اړيکې خرابې وي،په تيرو څو کلونو کې پاکستان په ټوله نړۍ کې د يواځيتوب په يو کيفيت کې پاتې شوی، پرته له چينه دا وخت زموږ داسې ګاونډی هېواد نشته چې موږ وايو له هغوی سره زموږ اړيکې د ویاړ او فخر وړ دي»

که څه هم نواز شريف وويل، هغه دا نه وايي چې د پاکستان د خپلو پالسيو له وجې يا د نورو هېوادونو له وجې له خپلو ګاونډيو هېوادونو سره اړيکې ښې نه دي خو د پېښور يونيورسټۍ د نړۍوالو اړيکو پروفېسر اعجاز خټک وايي، چې له نورو هېوادونو سره د پاکستان د اړيکو د خرابيدو اصل وجه دا ده چې پاکستان مذهب د بهرنيو چارو د پالیسۍ په توګه کاروي.

«پاکستان دا سوچ کوي چې مذهبي انتهاپسندي دوی ته ګټه رسوي،تر دې چې اوس چين هم دا ګيله کوي چې د دوی په سینکيانګ صوبه کې د ترهه ګرو تعلق له پاکستان سره دی»

خو د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی سفير رستم شا مومند له دې سره اتفاق نه کوي او وايي چې د پاکستان له خپلو ګاونډيو هيوادنو او په خاصه توګه له افغانستان سره د اړيکو د خرابيدو تر شا لوی تاريخ دی.

بلخوا بيا د هندوستان لپاره د پاکستان پخوانی سفير طيب صديقي وايي په پاکستاني ولس کې د هندوستان خلاف نفرت پيدا کړل شوی او بيا د نفرت له دغو جزباتو ځینې ډلې ګټه پورته کوي ،د ده په خبره هم له دې وجې د پاکستان او هندوستان اړيکې تل خرابې وي:

«په پاکستان کې زياتره خلک دا فکر کوي چې هند د متحده هندوستان تقسيم نه مني او له ړومبۍ ورځ يې پاکستان نه دی منلی نو ظاهره خبره ده چې دوي ښه ملګري نشي جوړېدای، بله دا ده چې تاريخ ته وګورئ نو په هندوستان زياتره وخت مسلمانانو حکومت کړی نو پاکستاني مسلمانان او په خاصه توګه د پاکستان په پوځ کې يوه نظرياتي ډله شته چې هغه دا فکر کوي چې دوي له هندوستانه برتر دي او همدغه وجه ده چې د پاکستان او هندوستان ترمنځ اړيکی نشي ښه کېدای»

د نړۍوالو اړيکو پروفسر اعجاز خټک وايي څومره چې په پاکستان کې جمهوريت مظبوطيږي هومره به د پاکستان له خپلو ګاونډيانو سره اړيکې ښه کېږي، همداراز د پاکستان وزيرعظم نواز شريف هم ويلي دي که چېرې دوی پرمختګ کول غواړي نو له ټولو ګاونډيو هيوادنو سره به خپلې اړيکې ښه کوي.

XS
SM
MD
LG