د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د عمران او قادري لاریونونه اصلا د پوځ او منتخیب حکومت لانجه ده'


د پاکستان ځيني کارپوهان د دوی احتجاج ته د شک په سترګه ګوري او وايي چې ددې شاته په اصل کې د پاکستاني پوځ او ټاکل شوي جمهوري حکومت ترمنځ د واک و اختيار پر سر لانجه ده.

په پاکستان کې د تحريک انصاف او تحريک منهاج القرآن پر څوارلسم اګست په اسلام آباد کې اعلان شوو اوږدو لاریونو »لانګ مارچونو« د دې هيواد منتخب حکومت له سياسي فشار سره مخامخ کړی دی.

پاکستان د خپل تاريخ نيمه برخه پوځي حکومتونه ليدلي دي چې په نتيجه کې د کارپوهانو په فکر دا وخت د دې هيواد پر داخله او خارجه پاليسې د پوځ اثر ونفوذ زيات دی. څه له پاسه يو کال له مخه په واک کې تر راتلو وروسته لومړي وزیر نواز شريف هڅه وکړه چې دغه واک و اختيار له پوځه منتخب حکومت ته بيرته و سپاري.

د عمران خان په مشري د تحريک انصاف آزادي ماچ او د مولانا طاهرالقادري په مشري د تحريک منهاج القرآن انقلابي مارچ که څه هم په يوه ورځ او په يوه ځای کې ترسره کېږي خو د دوی غوښتنې بېلې بېلې دي.

عمران خان دا تور لګوي چې د پروسږ کال په انتخاباتو کې د لومړي وزير نواز شريف د مسلم ليګ ن د ګوند په حق کې ټګي او دهاندلي شوې وه نو بايد له سره ټاکني وشي خو مولانا طاهر القادري بيا د ټول نظام نسکورولو اعلان کړی دی.

د پاکستان ځيني کارپوهان د دوی احتجاج ته د شک په سترګه ګوري او وايي چې ددې شاته په اصل کې د پاکستاني پوځ او ټاکل شوي جمهوري حکومت ترمنځ د واک و اختيار پر سر لانجه ده.

په کراچی کې د سياسي چارو کارپوه علي ارقم وايي، په واک کې تر راتلو وروسته نواز شريف هڅه وکړه چې د خارجه او داخلي پاليسيو په ځينو برخو کې د پوځ پر ځای خپله فيصلې وکړي خو د عمران خان او طاهرالقادري لانګ مارچونه اوس يو ډول فشار اچوي چې ګواکې نواز شريف له دې کاره پر شا شي.

کارپوهان وايې،تر دې وړاندي هم د آصف زرداري په مشري د پيپلز ګوند حکومت هم د پوځ د خوښي بغير ځيني ګامونه پورته کړي ول خو د هغه حکومت هم د عدالت او سياسي ګوندونو له لارې تر پنځو کلونو پورې تر فشار لاندې وساتل شو.

د سياسي او دفاعي چارو کارپوه ډاکټر عايشه صديقه وايي، دغه مظاهرې به د ټاکل شوي حکومت د ولسي واکمنۍ د بيرته لاس ته راوړلو کوششونه له مينځه يوسي او ښايې نواز شريف به مجبوره شي چې نور د جوړ جاړي له لاري حکومت وکړي.

«زما په خيال د منتخبه حکومت واک و اختيار ته چې کوم زيان رسېدونکی وو هغه لا د مخه رسېدلی دی ځکه چې د آيين دفعه دوه سوه پنځه څلويښتمه لګول چې له مخې يې اسلام آباد پوځ ته سپارل شوی دی نو دا داسې ده لکه چې يوه وړوکي مارشلاء لګيدلې وي. اوس چې د دې لانګ مارچونو په نتيجه کې به د پړدې شاته کومه سودا بازي کېږي او فرض کړه که پوځ مداخله هم کوي او د ميا نواز شريف حکومت د آصف زرداري د حکومت په شان چلېږي نو دا به دومره کمزوری وي چې که وي او که نه وي زما په خيال هېڅ فرق به يې نه وي نو له دې سره به جمهوريت ته وده ترلاسه نشي»

که څه هم دا وخت د پاکستان زياتره ګوندونو د عمران خان او طاهرالقادري په مقابل کې د نواز شريف حکومت ملاتړ اعلان کړی خو د سياسي چارو کارپوه رضا رومي وايي، بايد دغه سياسي پارټيانې عملي ګام پورته کړي.

«تر ټوله مهمه خبره دا ده چې تر اوسه نور ګوندونه د ميا نواز شريف صيب ملګري کوي. خو دوی ته نور هم وړاندې تلل پکار دي چې يو ګډ محاذ جوړ کړي چې له لارې يې پوره کوشش وکړي چې عمران خان د مذاکرات ميز ته راولي. تر کومه ځايه چې د طاهرالقادرې صيب خبره ده هغه داسې ښکاري چې د خبرو اترو په حق کې نه دی ځکه چې هغه د حکومت او نظام ړنګولو هوډ کړی دی خو عمران خان صيب ته بايد پخپله هم دا احساس وي چې که چرته د دې ټولې لوبې حصه جوړشو نو ده ته به يې هېڅ ګټه و نه رسېږي بلکې نوي خلک به راشي چې غير متخب به وي او د غير جمهوري قوتونو نمايندګان به وي»

د پاکستان زياتره کارپوهان وايي، که هر څوک په واک کې وي خو د پاکستاني پوځ او د منتخب حکومت ترمنځ به په آيين کې تشريح شوي واک و اختيار پر سر کشمکش روان وي او تر څو چې يې تل پاتی حل نه راووځي دا هيواد به له سياسي بې ثباتي سره هم دغسې مخامخ وي.

XS
SM
MD
LG