د لاسرسي ځای

تازه خبر

په غزني کې هوايي بريد ۷ تنه وسله وال وژلي


غزني چارواکي وايي، د دغه ولايت په ګېرو ولسوالۍ کې بهرنيو سرتېرو د طالب وسله والو پر يوه پټنځای بريد کړی دی چې پکې اووه تنه وسله وال وژل شوي او څلور نور ژوبل دي.

غزني چارواکي وايي، د دغه ولايت په ګېرو ولسوالۍ کې بهرنيو سرتېرو د طالب وسله والو پر يوه پټنځای بريد کړی دی چې پکې اووه تنه وسله وال وژل شوي او څلور نور ژوبل دي. په وژلو شويو کسانو کې يې زيات يې پاکستانيان دي، زموږ همکار سيدشاه سقيم يې په اړه نور حال راکوي.

دغه هوايي بريد تېره شپه ناوخته د ګېرو ولسوالۍ په مټاخان سيمه کې شوی دی چې پکې اووه تنه وسله وال وژل شوي او څلور نور ژوبل دي.

په وژلو شويو کسانو کې د طالبانو دوه قومندانان هم شامل دي.

د ګېرو ولسوال عبدالله خيرخواه وايي، بهرنيو سرتېرو تېره شپه ناوخته په مټاخان کې هغه کور په نښه کړی چې طالب وسله وال پکې راټول شوي وو.

دی وايي، په وژل شويو وسله والو کې څلور تنه يې بهرني وسله وال دي.

خيرخواه وايي، په دې سربېره، په ژوبلو شويو وسله والو کې هم دوه تنه پاکستاني پنجابيان دي.

د ده په خبره، په هوايي بريد کې عامو وګړو ته کوم ځاني زيان نه دی اوښتی.

تر اوسه پورې طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ويلي.

شپږ ورځې وړاندې هم په همدې سيمه کې بهرنيو سرتېرو د طالب وسله والو د وسلو يوه ستره زېرمه او پټځای په نښه کړي وو چې پکې شپږ تنه ترکمن او پاکستاني وسله وال وژل شوي وو او په دې سربېره پکې د وسله والو د وسلو زېرمه هم سمه ويجاړه شوې وه.

XS
SM
MD
LG