د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د لږکیانو ورځ او د هغوی ستونزې


د پاکستان بشري حقونو د سند صوبې حيدر اباد څانګې يو چارواکي ډاکټر اشو تاما مشال راډيو ته وويل چې په قامي کچ د دې ورځې لمانځلو له وجې په څه نا څه طريقه د اقليتونو ذکر مخې ته راشي

په پاکستان کې هر کال د اګست يولسمه نيټه په قامي کچ کې د اقليتونو قامي ورځ لمانځل کيږي چې مقصد يې د اقليتونو د حقونو حفاظت او د هغې د ملک لپاره د خدماتو په اړه په خلکو کې اګاهي پيدا کول دي. خو د اقليتونو مشران وايې چې پدې ورستيو کې اقليتونو باندې مخ په زياتيدونکې د تشدد پيښو او د دې مذهبي ځايونو بې حرمتې مخنيوي په اړه اوسني او پخواني حکومتونو لخوا څه خاص اقدامات نه دي اوچت کړې شوی.

د پاکستان د بشري حقونو د سند صوبې د حيدر اباد د څانګې يو چارواکي ډاکټر اشو تهاما مشال راډيو ته وويل چې په قامي کچ د دې ورځې لمانځلو له وجې په څه نه څه طريقه د اقليتونو ذکر مخې ته راشي کوم چې اهميت لري خو د اقليتونو مسلې هوارلو لپاره نه صرف د سياسي عزم بلکه ايني اصلاحات او د تراميمو په ذريعه د مسلو د هوارولو ضرورت دې.

دې وايې چې ،، تر څو پورې د اقليتونو مسلې سياسي مسلو په توګه نه راوچتيږې نو تر هغې پورې به دا تکليفونه او مسلې هم داسي روانې وي،،

خو ډاکټر اشو تهاما ګنړې چې دا جديد دور دې او پاکستان د نورې نړې سره تړل شوې دې، پاکستان د ملګرو ملتونو معاهدې هم لاس ليک کړيدې چې ورله د اګاهې ضرورت دې او د نړيوال دباو هم، پاکستان سياسي ګوندونو له به هم د اقليتونو حفاظت لپاره د دباو اچولو ضرورت وي نو هله به د اقليتونو مسلې سنجيدګې شره هواريږي.

بلخوا ال پاکستان ماينورټي الاينس مشر شمعون الفرډ ګل وايې چې موجوده حکومت اقليتونو ته تحفظ ورکولو کې ناکامه شويدې.

د ده په وينا چې حکومت داسي يو کړن لاره هم جوړلو کې پاتې راغلې دې چې هغه اقليتونو ته تحفظ ورکړې.

ده وويل چې ،،عدم تحفظ له وجې د اسمبلې پخواني پنځويشت غړي بهر ملک ته تلې دي او بهر ملکونو کې ژوند او کاروبار کوي. دا شان هنداون هم هند ته لاړل او يو شمير عيسايانو سري لنکا کې د پناه درخاستونه ورکړيدې،،

ده نوموړي په وينا دا ورځ د کال ١٩٤٧ د يولسم هاغه ورځې ياد کې ټاکل شويده کله چې قايد اعظم محمد علي جناح په وړومبې قامي اسمبلې کې د اقليتونو حفاظت په اړه خپل خطاب کې ويلې وو چې د دې ملک بنياد په مذهب نه دې ، د دې ملک هر وګړې ته د برابره حقونو حق حاصله دې.

د ده د وينا سره سم چې دوي لږ ډير حقونه ترلاسه کړيدې خو يو شان حقونه حاصلولو لپاره دې له اوس هم يو اوږد مزل پاتې دې.

XS
SM
MD
LG