د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: خلک د بريښنا له پارچاوۍ نه شکايت کوي


د جلال اباد ښار اوسيدونکي وايي چې په سخته ګرمۍ کې د بريښنا اوږدې پارچاوۍ (لوډشوټنګ) يې ژوند تريخ کړی دی، دوی له حکومت نه غواړي چې د بريښنا ستونزه يې اواره کړي.

د جلال اباد ښار اوسيدونکي وايي چې په سخته ګرمۍ کې د بريښنا اوږدې پارچاوۍ (لوډشوټنګ) يې ژوند تريخ کړی دی، دوی له حکومت نه غواړي چې د بريښنا ستونزه يې اواره کړي.

د روژې د میاشتې له پيله چې په جلال اباد ښار کې د برېښنا اوږده پارچاوي يا لوډشوټنګ پيل شوی تر اوسه دوام لري، چې د بريښنا شرکت دغې کړنې د جلال اباد ښاريانو ستونزې زیاتې کړي او له دولت نه غواړي چې په سخته ګرمۍ يې د بريښنا ستونزه اواره کړي.
يو تن يې مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:
« زما نوم عبدالبصير دی، وروره، دا د برق پرچاوي ډيره زیاته ده، خصوصاٌ د ننګرهار ښار کې يو خو ګرمي ډيره ده، شپږ ساعته ځي، کله اوه ساعته نه وي، ماشومان او سپين ږيري ډير په تکليف کې وي، اوس خو هر څه نوي شو، بوديجه هم ورته ډيره شوې، اوس چې دا کار کوي، نو له خلکو سره زیاتی کوي.»

يو بل تن هم ورته شکايت لري او وايي:
« زما نوم محمد جلال دی، د جلال اباد ښار اوسيدونکي يم. د برق ستونزه دلته ډيره زیاته ده. دا خو ډير غټ مشکل دی، ماشومان سوزي، زنانه په مشکل کې دی، ګرمي ده، بايد په ننګرهاريانو ډير رحم وشي، هاخوا ولایتونو ته وګوره څلرويشت ګينټې (ساعته) برق وي، دلته شپږ ګينټې هم نه وي، ټرانسفرمر وګورئ، برق وګورئ، هر څه نوي راغلي.»

بلخوا د ننګرهار د برېښنا ریس انجینر محب الرحمن مومند په جلال اباد ښار کې د برېښنا ستونزه مني خو په خبره يې په دغه ولايت کې چې څومره بريښنا ته اړتيا ده، هومره په واک کې نه لري، نو ځکه پارچاوي ته اړ شوي دي.


« دا اوس د شل ميګاواټه په ظرفيت يو بل ټرانسفرمر د نصبيدو په حال کې دی، پينځه نوي فيصده چارې يې مخته تللي دي. او د نغلو لين کې چې موږ پارچاوي لرو، هغه د مصرف لوړوالی دی، بل کوم مشکل موږ نه لرو. دغه ټرانسفرمر چې موږ په غوچکو کې لرو، د دې ظرفيت همدومره و چې موږ ورته کوم ټرانسفرمرونه نصب کړي دي، د دې نه اضافه موږ نه شوو نصبولی، د همدې په خاطر موږ د بل ټرانسفرمر د نصبيدو هلې ځلې کوو انشاالله په نيږدو کې به يې نصب کړو.»

د ویلو ده،چې نغلو د بند پر بريښنا سربیره د ډرونټې بند څخه هم جلال اباد ښار ته بريښنا راغلې، چې د بريښنا شرکت د مسوولینو په خبره د دې بند توربینونه زاړه دي، او څومره، چې لازمه ده بريښنا نشي تولیدولای.

په ورته وخت کې د بريښنا شرکت مسوولین وايي، چې دوی د نغلو بند بريښنا د ظرفیت لوړولو هڅې پيل کړي، چې له امله به يې د جلال اباد ښار د بريښنا ستونزه تر ډيره راکمه شي.

XS
SM
MD
LG