د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان په کابل کې پاکستاني سفیر ته احتجاج کړی دی


د افغانستان حکومت په کابل کې د پاکستان سفیر ته پر کونړ او حصارک کې د وسله والو بریدونو په اړه احتجاج کړی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې پر ماښام وویل، د پاکستان سفیر ابرار حسین یې د ترهګرۍ پر وړاندې په جګړه کې د مرستې نه کولو، پر کونړ د پاکستانیو ځواکونو د توغندیو ورولو او د ننګرهار په حصارک کې د شاوخوا ۱۰۰۰ وسله والو ډله ییز برید په اړه د اعتراض لپاره ورغوښتی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکېب مستغني خبریالانو ته وویل، ((د پاکستان سفیر راغوښتل شوی دی چې د هغو کارونو په غبرګون کې ورته د احتجاج یا اعتراض پاڼه وسپارل شي چې د ډېورنډ د کرښې له هغې خوا د پاکستان حکومت پر ضد شوې دي.))

د افغانستان د ملي امنیت شورا تر دې وړاندې رپورټ ورکړی وو چې د افغان طالبانو په منځ کې د پاکستانیو پوځیانو او مشاورانو شمېر زیات شوی دی.

تر دې مخکې د پاکستان حکومت هم په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر جانان موسازی د بهرنیو چارو وزارت ته ورغوښتی وو او په باجوړ کې یې د وسله والو په برید کې د پاکستاني سفیر په وژل کېدو ورته احتجاج کړی وو.

XS
SM
MD
LG