د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کراچۍ پولیس د ناامنیو له ګواښونو سره مخامخ دي


په برتانوۍ (ټايمز) ورځپاڼه کې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د پوليسو پر وړاندې د کېدونکيو ترهګر بريدونو پر موضوع يوه ليکنه خپره شوې ده.

د ليکنې په پيل کې د کراچۍ د پوليسو د يوه سب انسپکټر فيصل رحمان خبره راخيستل شوې چې وايي، ((زه چې کله هم د ډيوټۍ لپاره له کوره وځم، دا تسلي مې نه وي چې ګنې خپلو بچيانو ته به ژوندی بېرته لاړ شم.))

ليکنه وايي، د کراچۍ د پوليسو د دغه ۲۱ کلن افسر وېره پر ځای ده. ترهګرو په دې وروستيو کې د دې ښار د پوليسو په نښه کولو ته مخه کړې ده.

د تېرې جمعې پر ورځ د عبدالرزاق په نوم د پوليسو يو سرتېری ووژل شو، چې د روان کال په اوږدو کې د وژل شويو پوليس سرتېرو شمېر يې ۱۰۰ ته ورساوه.

ليکنه کاږي، د کراچۍ په څېر ښار کې، چې د نړۍ يو له خطرناکو ښارونه څخه شمېرل کيږي، د پوليسو دنده تر بلې هرې يوې دندې زياته خطرناکه ده.

په ليکنه کې د کراچۍ پوليسو د يوه بل افسر له قوله ويل شوي، ترهګر د شپې مهال پر موټر سايکلونو سپاره راځي. ((دوی موږ هغه وخت چې په ډيوټۍ نه يو او ساده کپړو کې يو، په ۹ ايم ايم تماچې سره په نښه کوي. کله خو داسې هم وشي چې زموږ د کورنيو غړي هم راته ووژني.))

د ليکنې تر مخه، له هغه راهيسې چې د پاکستان پوځ د دې هېواد په شمال لويديځ کې د ترهګرو پر ضد عمليات پيل کړي، په کراچۍ ښار کې، چې د نفوسو شمېر يې شاوخوا ۲۲ ميليونه ته رسيږي، امنيتي پېښې کېدل زيات شوي دي.

په ليکنه کې د کراچۍ د پوليسو د يوه بل افسر اعجاز خان خبره هم راخيستل شوې چې وايي، د کراچۍ ښار د ترهګرو لپاره په يوه پناه ځای بدل شوی.

د نوموړي په خبره، د کراچۍ هغه اطرافي سيمې، چې بې وزله خلک پکې اوسيږي، طالب وسله وال پکې دېره دي، چې درنې وسلې لکه د الوتکې ضد ټوپکونه او مارټر ګولې لري.

په ليکنه کې د يوه څېړنکار اويس توحيد په حواله ويل شوي چې د وسله والو او پاکستاني امنيتي ځواکونو تر مينځ اخرنۍ جګړه به د کراچۍ په کوڅو کې کيږي.

د ده په خبره، ((پوليس سرتيري د دې جګړې په اول صف کې دي. دوی خپل وس کوي، خو تربيه يې د ترهګرۍ ضد ځواک په توګه نه ده شوې.))

د ټايمز ورځپاڼې په ليکنه کې هم د کراچۍ ښار د پوليسو د يوه افسر له خولې راغلي چې حکومت د دوی او هم يې د کورنيو د حفاظت لپاره مناسب بندوبست نه کوي.

د ليکنې تر مخه، که د پوليسو يو عادي افسر د خپلې دندې پر مهال ووژل شي نو کورنۍ ته يې حکومت ۲ ميليونه روپۍ او که زوی او يا هم ورور ولري، د نوکرۍ ضمانت ورکوي.

خو ليکنه د ذوالفقار احمد په نوم د کراچۍ پوليسو د يوه ۲۷ کلن سرتيري مثال ورکوي چې وايي، د ترهګرو لخوا په يوه بريد کې سخت ټپي شوی وو او حکومت ورته څه معاوضه نه ده ورکړې.

دې سرتيري يادې ورځپاڼې ته ويلي، ((شپږ مياشتې مخکې له ترهګرو سره په نښته کې په يوه مرمۍ په ملا ولګېدم. يو څو اونۍ وروسته، په داسې حال کې چې هغه مرمۍ مې لا هم په ملا کې وه، د کراچۍ په کوڅو کې دندې کولو ته ووتم.))

XS
SM
MD
LG