د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لواړګي - تورخم پر سړک کار خلک له ستونزو سره مخامخ کړي دي


لواړګی - د قبایلي سیمې خیبر د زخه خېلو اوسېدونکي وايي، دوی د خیبر درې پر لوی سړک د تعمیراتي کار له کبله له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

دوی وايي، ((سړک یې ځای په ځای سپړلی دی او ټریفېک نورو کچه یا خامو لارو او خوړونو ته اړول شوی دی)) چې له کبله یې نه یوازې ډېر ګردونه او دوړې جوړېږي بلکې ټریفېک هم جام کېږي او ((اوس پر دې سړک تګ راتګ ورته ډېر ګران شوی دی.))

د خیبر سلطان خېلو اوسېدونکی سید نبي اپریدی وايي، ((په کورونو کې مو هر وخت ګرد وي. ماشومان مو ناروغه شوي دي، لواړګي بازار او پېښور ته نشو تللای. حکومت ته په کار دي چې دلته د اوبه وپاشي او ژر تر ژره دې پر [سړک] کار مکمل کړي.))

د یادې سیمې یو بل کس باسط علي وايي، ((د خیبر درې پر لار یو شمېر دولتي یا سرکاري سکولونه دي او دا ټول متاثره شوي دي. دلته یې په کلیو کې ټریفېک روان کړی دی او موږ ته یې ډېر مشکلات جوړ کړي دي. د سړک جوړولو اداره اوبه هم نه اچوي.))

په خیبر کې د سړک له جوړولو د پیدا شویو ستونزو په اړه مو چې کله په پاکستان کې د تعمیراتي کارونو ادارې (اېف ډبلیو او) له یوه چارواکي مېجر حسین الله سره خبرې وکړې نو ده وویل، ((زه به په خپله د پېښور او تورخم سړک وګورم او د اوبو بندوبست به ورته وکړو چې د ځايي خلکو تکلیف کم شي. نور موږ پر دې پوره توجه ورکړې چې کار پر ژر مکمل شي. زه باوري یم چې د روان (۲۰۱۴ز) کال تر اخري میاشت پورې به کار بشپړ شي.))

د پېښور او تورخم دا څلور کیلومیټره سړک د امریکا د پرمختیايي ادارې (یو اېس اې ای ډي) په پیسو جوړېږي چې تر جمروده جوړ شوی دی خو د زخه خېلو، لواړګي او تورخم برخه یې لا نه ده جوړه.

XS
SM
MD
LG