د لاسرسي ځای

تازه خبر

ً شیخ محمد نواز اغا عرفاني دي کرمې ته پرېښودل شي ً


د کرمې د یو سیمې عکس
د کرمې د یو سیمې عکس

په کورمه ایجنسۍ کې د پاړه چنار ځایي اوسېدونکي وايي ، د یو ځايي دیني عالم شیخ محمد نواز اغا عرفاني د پلویانو د احتجاج له کبله دوی له ډېرو مشکلاتو سره مخامخ دي.

کرمه ایجنسۍ: په کورمه ایجنسۍ کې د پاړه چنار ځایي اوسېدونکي وايي ، د یو ځايي دیني عالم شیخ محمد نواز اغا عرفاني د پلویانو د احتجاج له کبله دوی له ډېرو مشکلاتو سره مخامخ دي.

دوی وايي چې له تېرې دوشنبې راهسې د دې احتجاج له کبله ټول دوکانونه او مارکېټونه تړلي دي.

د خیال مین حسین په نامه یو ځايي کس مشال راډیو ته وویل چې بازار يې بند دی او دوی نه شي کولای چې د خپل ضرورت سامان واخلي.

منصب علي نومي یو بل کس بیا وویل چې هیڅوک هم د دوی ستونزو ته پام نه کوي. د ده په وینا ، حکومت باید د دوی مسلې هوارې کړي.

د پولیټکل انتظامې یو چارواکي مشال راډیو ته وویل چې د دوی له احتجاج کوونکو سره خبرې اترې روانې دي چې دا احتجاج پای ته ورسول شي.

دا احتجاج پر دې روان دی چې د پاکستان حکومت ځايي دیني عالم شیخ محمد نواز اغا عرفاني کرمې ته نه پرېږدي.

پولیټکل انتظامیه وايي چې نوموړی دیني عالم يې د ممکنه شخړو د تور پر اساس د خلکو په غوښتنه له کرمې اېستلی دی.

د شیخ محمد نواز اغا عرفاني پلویان نه یوازې کرمې ته د تګ لپاره هغه ته د اجازې غوښتنه کوي بلکې دا هم وايي چې حکومت دي په جیلونو کې بند د دوی شاوخوا سل ً بې ګناه ً کسان هم ژر تر ژره خوشي کړي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG