د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان د پاکستان پر امنیتي پوستو د وسله والو د برید تور رد کړ

کابل - افغانستان د پاکستان هغه تور رد کړی دی چې ګواکې له افغانستانه وسله والو د پاکستان پر امنیتي پوستو برید کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت چارواکو د چارشنبې پر شپه مشال راډيو ته وویل، پاکستان له دې ډول تورونو پورې کولو سره خپلې تېروتنې د نړیوالو له پامه غورځول غواړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند سراج الحق وویل، هېواد یې هېچا ته اجازه نه ورکوي چې له خاورې یې پر ګاونډیو هېوادونو برید وشي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د چارشنبې (یا شورو) پر ورځ په یوه بیان کې وویل، وسله والو د سې شنبې او چارشنبې تر منځ د شپې په بر دیر کې د پاکستان پوځ پر پوستې برید وکړ.

بیان ویلي ول، وسله وال له افغانستانه وراوښتي ول او په ځوابي کارروايۍ کې لږ تر لږه اووه وسله وال ووژل شول او نهه ژوبل شول.

تر دې وروسته، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت شازده فېیر وروغوښت او ورته یې احتجاج وکړ.

بیان زیاتوي، پاکستان افغان ډېپلوماټ ته وویل، پر داسې وخت چې پاکستان په شمالي وزیرستان کې د وسله والو پر ضد عملیات کوي، افغانستان ته په کار دي چې ورسره همکاري وکړي او د وسله والو مخه ونیسي.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG