د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاړه چنار کې اهل تشیع د پولیټیکل انتظامیې پر ضد احتجاج کوي


پاړه چنار - د کورمې په پاړه چنار کې یو شمېر خلک له څو ورځو راهیسې د پولیټیکل اېجنټ دفتر مخې ته ناست دي.

مظاهره کوونکي چې اهل تشیع دي، وايي، کورمې ته دې د پېش امام شېخ محمد نواز اغا عرفاني د ورتګ اجازه ورکړي او دوی ته دې د دوی د مذهبي رسوماتو د ادا کولو اجازه ورکړي.

دوی له پولیټیکل انتظامیې دا غوښتنه هم کوي چې په جېلونو (زندانونو) کې بند د دوی شاوخوا ۱۰۰ بې ګناه کسان دې ژر تر ژره خوشې کړي.

په مظاهرې کې شامل ځايي مشر او د انجمن حسېنیه یو غړی ملک جاوېد حسین وايي، د دوی دا احتجاج به د غوښتنو تر پوره کېدو روان وي.

ده زیاته کړه چې احتجاج یې سوله ییز دی او ښايي له یوې اوونۍ تر میاشت پورې وخت واخلي.

خو رپورټونه وايي، په احتجاج کې د تاوتریخوالي پېښې هم شوې دي. د مالوماتو تر مخه مظاهره کوونکو پر دولتي ودانیو کاڼي ورولي دي او په ځواب کې پولېټیکل انتظامیې پر دوی اوښکې تویونکی ګیس پاشلی دی.

د مظاهرې ګډونوال وايي، د انتظامیې له خوا د اوښکې تویونکي ګیس پاشلو په پایله کې د دوی شاوخوا ۱۰ کسان ژوبل شوي دي.

د پولېټيکل انتظامیې یوه چارواکي د نوم نه ښودو په شرط مشال راډيو ته وویل، شېخ محمد نواز اغا عرفاني په سیمه کې فرقه ییز تاوتریخوالي ته د لمن وهلو په تور له کورمې ایستل شوی دی.

ده وویل، عرفاني د جنورۍ په میاشت کې کورمې ته ورغلی وو او تر هغې وروسته په سیمه کې د دوو ډلو تر منځ فرقه ییز تاوتریخوالی پیل شوی وو.

انتظامي چارواکی زیاتوي، تر هغې وروسته دوی د ولس په وینا د عرفاني پر خلاف کارروايي وکړه او دی یې له کورمې وایست.

په سیمه کې دا مهال د حکومت او ولس تر منځ جرګې هم روانې دي چې د اهل تشیع احتجاج پای ته ورسول شي.

اهل تشیع دا احتجاجي ناسته د اختر له لومړۍ ورځې پیل کړې ده.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG