د لاسرسي ځای

تازه خبر

ښاپیرۍ نغمه وايي تل سندریزه نړۍ کې پاتې کیدل غواړي


نغمه د مشال راډیو په سټوډیو کې
نغمه د مشال راډیو په سټوډیو کې

دافغانستان د پښتو ژبې پيژندل شوې هنرمنده ښاپيرۍ نغمه د مشال راډیو په اختریزو خپرونه کې میلمنه وه. نغمه چې دامهال په امریکا کې استوګنه لري وايي ، له وطنه لرې اخترونه پرې پیکه لګیږي او تل د وطن د اخترونو ارمان کوي.

میرمن نغمه
میرمن نغمه

ښاپیرۍ نغمه له یوې اوږدې مودې راهیسې سندرې وايي او د ژوند په هر پړاو کې یې خپل مینه وال له لاسه نه دي ورکړي. نوموړې وايي د خپل هنر له برکته یې د ټول افغانستان زړونه خپل کړي دي او خلک هغې ته ځانونه ډیر نږدې احساسوي.

نغمه وايي د سیاست سره یې ډیره جوړه نه ده او تل سندریزه نړۍ کې پاتې کیدل غواړي خو د عام اولس ترڅنګ سیاسي شخصیتونو او چارواکو هم د نوموړې سره تل مینه ښکاره کړې ده. نغمه وايي ارګ ته ډیر ځلې د ډیرو ولس مشرانو لیدلو ته ورغلې ده چې پکې دولسمشر حامد کرزي او ډاکټر نجیب الله نومونه د یادولو وړدي.

میرمن نغمه
میرمن نغمه

دیوې پوښتنې په ځواب کې ښاپیرۍ نغمې وویل : که په راتلونکې وخت کې کوم حکومت ترې په دولتي چوکاټ کې د کار کولو غوښتنه وکړه نو ښايي د اطلاعاتو او کولتور وزارت او یا هم د راډیو تلویزون ریاست قبول کړي، ځکه چې په دغو څانګو کې هغه ښه خدمت کولی شي.

مېرمن ښاپیرۍ ددې ترڅنګ چې مشال راډیو سره یې خبرې وکړې، خپلې ځینې نوې ثبت شوې سندرې یې هم مشال راډیو ته په اول وار ډالۍ کړلې چې د مرکې په منځ منځ کې یې اوریدلای شئ :

دامرکه په غږیزه بڼه لاندې په فلش پلیر واورئ :

تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:51:44 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG