د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: خلک ښه راتلونکې ته هیله من دي


د خوست ولایت چارواکيو د کوچني اختر په ورځ مشال راډیو ته وویل، چې د کمکي اختر په مراسمو کې د خلکو پراخه ګډون او په یاد ولایت کې شته ډاډمن امنیت دا په ډاګه کړه، چې خوستوال د بل هر وخت په پرتله د دې هېواد ښه او سوله ییز راتلونکې ته هیله من دي.

د خوست ولایت چارواکيو د کوچني اختر په ورځ مشال راډیو ته وویل، چې د کمکي اختر په مراسمو کې د خلکو پراخه ګډون او په یاد ولایت کې شته ډاډمن امنیت دا په ډاګه کړه، چې خوستوال د بل هر وخت په پرتله د دې هېواد ښه او سوله ییز راتلونکې ته هیله من دي.

بل لوري ته یو شمېر خوستي مدني فعالان له ځايي خلکو په اختر کې د وزیرستاني کډوالو سره د مرستو غوښتنه کوي.

د خوست د والي ویاند مبارزمحمد ځدراڼ مشال راډیو ته وویل، سره له دې چې
خوست سرحدي موقعیت لري او دې ځای ته د وسلوالو تګ او راتګ د نورو ولایتونو په پرتله اسان دی، خو بیا هم سږنۍ اختر له دې کبله چې خلک خپل راتلونکې ته ډېر هیله من دي، په توپیر کې دی.ده وویل، چې خلکو سره پخوانۍ ناامیدۍ ختمې شوي او اوس ورسره د روښانه سبا فکر پیدا شوی دی:

((سږنۍ کوچنۍ اختر د نورو اخترونو سره له ښه مرغه ډېر زیات توپیر لري،توپیر په دې کې دی، چې د خوست د متدینو ولسونو سره د خپل ښه راتلونکې پهباب فکر پیدا شوی، موږ چې څومره اطلاعات لرو او په جامع جومات کې مو پهخپلو سترګو ولیدل، هېڅ داسې شخص نشته چې هغه دې د ناامیدۍ د حالت سره مخامخ وي، بلکې د هر چا په څیره کې خوشالۍ ترسترګو کیدې، د دوی له څېروداسې ښکاریده چې انشاالله په نږدې راتلونکې کې به خوست د سولې او ثباتهمدارنګه پرمختګ ګور ګرځي.))

خوست امنیه قوماندان سمونوال الحاج فیض الله غیرت مشال راډیو سره په خبرو
کې د اختر مبارکۍ سربیره وویل، چې د اختر له پاره کلک امنیتي تدابیر نیول
شوي او د خوست په ټولو قومي عیدګاوو کې د اختر لمونځونه په سوله ییزه
فضاه کې ترسره شول:

((ټولو هېوادوالو په ځانګړي ډول خوست میشتو خویندو او وروڼو ته د کوچني
اختر مبارکۍ وایم، لکه څرنګه چې مالومه ده، د اختر له پاره قوي امنیتي
تدابیر نیول شوي دي، د امنیتي ارګانونو سره مو مشترک پلانونه جوړ کړي وو،
خلکو د امن په فضا کې هم د روژې مبارکه میاشت تېره کړه، د اختر لمونځونه
خلکو په خپلو جوماتونو او عیدګاوو کې اداء کړل، هېڅ نوعه داسې پيښه نه ده
شوې، چې قابل د ذکر وي، په ټولو ولسوالیو او اداري واحدونو کې داسې پيښه
نه ده شوې، چې هغه قابل د ذکر وي.))

د خوست د قومونو او سرحدونو چارو سرپرست رئیس نقیب الله متونوال د پولې د
دواړه غاړو قومونو او ولسونو څخه وغوښتل، چې په خپلو کې یووالۍ ټینګ کړي،
همدارنګه دې تر دې وروسته د هغو تپل شويو توطیو په مقابل کې غږ اوچت کړي،
چې دا مهال دا سیمې او ولسونه ورسره مخامخ دي.

مدني فعال او ژورنالېست روح الله امین د اختر په ورځ مشال راډیو سره په خبرو کې د خوستوالو وغوښتل، چې د هغو وزیرستاني کډوالو سره په ځانګړي ډول د اختر په شپو او ورځو کې مرستې وکړي، چې دا مهال په وزیرستان کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو له کبله خوست ته راکډه شوي دي.

بل لوري ته د پکتیکا ولایت چارواکيو هم مشال راډیو ته وویل، چې د یاد ولایت په ټولو سیمو کې د اختر لمونځونه په امن کې ترسره شوي او ځايي چارواکي دا مهال په ارګون کې دي، تر څو په یاده سیمه کې د وروستۍ پيښې د قربانیانو د کورنیو سره غمشریکي وکړي.

XS
SM
MD
LG