د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات: وسله والو په جومات کې د امن کمېټۍ غړی وواژه


مینګوره - په سوات کې وسله والو د امن کمېټۍ یو غړی د جومات دننه وژلی دی.

د مینګورې رحیم اباد تاڼې محرر رحمت علي د چارشنبې پر ورځ مشال راډيو ته وویل، وژل شوی کس د تخته بند اوسېدونکی وو او عمر حیات نومېده.

ده وویل، وسله والو دی هغه وخت وواژه چې د ماسخوتن (ماخوستن) لمانځه لپاره جومات ته تللی وو.

تر پېښې وروسته پولیس او پوځ په ګډه سیمه په خپله ولکه کې واخیسته او د وسله والو لټون یې پیل کړ.

د امن کمېټۍ د غړي د وژنې پړه چا نه ده منلې.

په سوات کې وخت په وخت وسله وال د امن کمېټیو غړي او مشران وژني.

د سوات په بېلا بېلو برخو کې یو شمېر د امن کمېټیو غړي او مشران د وسله والو په بمي حملو یا ډزو کې وژل شوي دي.

امن کمېټۍ د سوات په کلیو او بانډو کې د وسله والو پر فعالیتونو نظر ساتي او هڅه کوي چې په سیمه کې له حکومت سره په همکارۍ امنیت ټینګ کړي.

دا کمېټۍ د امنیت ټینګښت په موخه جرګې او غونډې هم کوي او له پولیسو سره هم مالومات شریکوي.

XS
SM
MD
LG