د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جمرود کې تر درو ساعتونو نرمۍ وروسته بیا ګرځبندیز ولګول شو


لواړګی - د قبایلي سیمې خیبر پولیټیکل (انتظامي) چارواکي وايي، له تېرو درو ورځو راهیسې امنیتي ځواکونو د جمرود په غونډي، پمپ هاوس، بکر اباد، هوسۍ خوله او وړوکي نهر کې ګرځبندیز لګولی وو او هلته یې د وسله والو د لټون عملیات روان ساتلي دي.

امنیتي سرتېرو په تېرو درو ورځو کې شاوخوا ۳۰۰ مشکوک کسان نیولي دي. پوليټیکل انتظامیه وايي، ځینې کسان یې د اجتماعي ذمه وارۍ د قانون تر مخه هم نیولي دي او شپږ کورونه یې د دې قانون تر مخه ړنګ کړي دي.

پوليټیکل چارواکي وايي، ولس ته یې له لاوډ سپیکرو اعلانونه کړي ول چې له کورونو دې دباندې نه ووځي. خو تر درو ورځو وروسته یې د دوشنبې پر ورځ په ګرځبندیز کې نرمي اعلان کړه او د ماسپښین له درو یې د مازیګر تر شپږو خلکو ته وویل چې کولای شي چې په دې درو ساعتونو کې خپل ضروري کارونه تر سره کړي.

ملک خانی جان کوکي خېل له مشال راديو سره د خبرو پر وخت وویل، ګرځبندیز باید په بشپړه توګه پای ته ورسول شي او ((نیول شوي بېګناه خلک دې خوشې کړل شي. موږ له سخت تکلیف سره مخامخ یو، روژه ده او اختر راروان دی. موږ ته دې اجازه راکړل شي چې بازارونو ته ولاړ شو.))

د جمرود اسېسټنټ پولیټیکل اېجنټ روشن خان مسود وايي، د سې شنبې پر ورځ یې د کوکي خېلو جرګه وربللې ده چې پکې به له مشرانو سره د جمرود په صورتحال، ګرځبندیز او پر پوځي عملیاتو خبرې کوي.

مسود وايي، دا هم امکان دی چې له نیول شویو کسانو سره نرمي وشي او په اجتماعي ذمه وارۍ کې نیول شوي ځینې کسان خوشې کړل شي.

د پنجشنبې (زیارت) او جمعې تر منځ د شپې شاوخوا دولس بجې وسله والو په غونډي سیمه کې پر امنیتي سرتېرو برید کړی وو چې پکې اته سرتېري وژل شوي او درې ژوبل شوي ول. تر دې پېښې وروسته انتظامیې په بېلا بېلو کلیو کې ګرځبندیز ولګاوه چې د دوشنبې د مازیګر تر شپږو بجو وروسته هم جاري دی.

XS
SM
MD
LG