د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبرایجنسۍ: په جمرود کې کرفیو خلک د ستونځو سره مخامخ کړي


په خیبر کې د پاکستان عسکر
په خیبر کې د پاکستان عسکر

د خیبر ایجنسۍ په جمرود غونډۍ سیمه کې د پاکستانیو ځواکونو له خوا لګېدلي ګرځبندیز ځايي خلک له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

خیبر ایجنسۍ: د خیبر ایجنسۍ په جمرود غونډۍ سیمه کې د پاکستانیو ځواکونو له خوا لګېدلي ګرځبندیز ځايي خلک له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

په جمرود غونډۍ سیمه کې دا ګرځبندیز له هغه وروسته ولګېدی چې د تېرې پنجشنبې په شپه هلته د پاکستانیو ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښته وشوه.

چارواکي وايي چې امنیتی ځواکونه په دې سیمه کې کور پر کور چاڼیز عملیات کوي او تر اوسه یې تر ۱۵۰ زیات مشکوک کسان نیولي دي.

بل پلو ځايي خلکو مشال راډیو ته ویلي چې دوی په خپلو کورنو کې داسې بند پاتې دي چې نه د روژه ماتي او نه هم د پېشلمي لپاره خوراکي توکي اخیستلای شي.

د جاوید اقبال په نامه یو ځايي کس وویل ، ً په کورونو کې تنګ شوي یو ، یوازې د یخو اوبو په ارمان یو ځکه چې له بازاره یخ (واوره) هم نه شو راوړلای او نه هم څوک په مزدوریو پسې تللای شيً.

جاوید اقبال وویل چې امنیتي ځواکونه باید په ګرځبندیز کې نرمي وکړي.

د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د جمرود غونډۍ د خلکو استازي شاه جي ګل اپرېدي په دې سیمه کې د روانو عملیاتو په اړه وویل ، ً زه په اړه د خیبر پښتونخوا له ګورنر او پوځي چارواکو سره په تماس کې یم او ورته وایم چې ګرځبندیز لرې کړيً.

شاه جي ګل اپرېدي وویل چې د دوی غوښتنه دا ده چې د ً مطلب خلکوً پر ضد دي عملیات وشي خو په ټوله سیمه کې باید پر ګرځېدلو بندیز ونه لګول شيً.

نوموړي زیاته کړه چې ډېر ژر به دا ګرځبندیز لرې کړل شي او خلکو ته به لاره هواره شي چې د خپلو اړتیاوو پوره کولو لپاره دباندې ولاړ شي.

د تېرې پنجشنبې په شپه چې په جمرود غوندۍ کې کومه وسله واله نښته شوې وه په هغه کې د ایف سي ځواک اته عسکر وژل شوي او درې تپي شوي وو.

د ایف سي ځواک چارواکو بیا ادعا کړې وه چې دوی هم په ځوابي ډزو کې څلور وسله وال وژلي او درې یې نیولي دي خو وسله والو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د خیبر ایجنسۍ په جمرود کې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو تر زیاتو شوو بریدونو وروسته په دې سیمه کې امنیتي ګامونه سخت کړل شوي دي او پاکستاني ځواکونه د خیبر پر لویه لاره هم ګزمې (ګشتونه) کوي.

XS
SM
MD
LG