د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو قومندان عدنان رشید نیول شوی دی: استخباراتي چارواکي


واڼه - استخباراتي چارواکو د نوم نه ښودو په شرط له مشال راډيو سره د خبرو پر وخت دعوه وکړه چې رشید یې څلور ورځې مخکې د جنوبي وزیرستان په شکۍ کې نیولی دی.

د دوی په خبره، عدنان رشید د شمالي وزیرستان په عملیاتو کې ژوبل شوی وو او جنوبي وزیرستان ته تللی وو.

په ۲۰۱۲ز کال کې د اپرېل پر پینځمه وسله والو د بنو پر زندان برید وکړ او له هغه ځای یې عدنان رشید سره د سلګونه وسله والو قیدیانو خوشې کړ.

عدنان رشید پر پخواني پوځي ولسمشر پروېز مشرف د حملې په تور په بنو زندان کې بندي وو.

رشید د ۲۰۱۳ز کال په جولای کې د تعلیم مبارزې ملالې یوسفزۍ ته یو لیک استولی وو چې پکې یې ویلي ول چې ده نه غوښتل چې پر ملالې برید شوی وای خو ورباندې حمله ځکه شوې وه چې د طالبانو پر ضد یې ناسمې خبرې کولې.

ازادو سرچینو تر اوسه د عدنان رشید د نیولو پخلی نه دی کړی.

تحریک طالبان پاکستان هم د استخباراتي چارواکو د دې دعوې په اړه لا څه نه دي ویلي.

یادګېرنه: مشال راډیو ته د عدنان رشید د نیولو خبر په جنوبي وزیرستان کې یوازې استخباراتي چارواکو ورکړی دی. د نوموړي د نیولو یا نه نیولو په اړه لا هم کره او سمو مالوماتو ته اړتیا ده.

XS
SM
MD
LG