د لاسرسي ځای

تازه خبر

برګډال بیا له امریکايي پوځ سره کار پیل کړ


فرانس پريس خبري اژانس د امريکا د دفاع وزارت په حواله وايي، د بو برګډال په نوم هغه امريکايي سرتېري، چې افغان ياغيانو تر پینځو کالونو پورې په بند کې تر ساتلو وروسته په دې وروستيو کې خوشی کړ، د ګل پر ورځ يې له امريکايي پوځ سره د ټيکساس ايالت په يوه پوځي اډه کې بيرته کار پيل کړ.

د امريکا دفاع وزارت ويلي چې نوموړي ته يې د دفتر دننه يوه عادي دنده سپارلې.

فرانس پريس اژانس د امريکا د دفاع وزارت د وياند، کرنل سټيون وارن په حواله ويلي چې، په دې اړه چې برګډال څنګ غايب شو او د وسله والو طالبانو لاسو ته ورغی، د دوی پلټنې روانې دي.

د نوموړي په اړه ويل کېدل چې پرته له دې چې خپل ملګري سرتيري خبر کړي، د افغانستان په ختيځ کې له خپلې پوستې بهر وتلی وو.

دې امريکايي سرتيري لا تر دې دمه له رسنيو سره خبرې نه دي کړي.

برګډال د افغانستان د جګړې هغه يوازينی امريکايي سرتېری دی چې له حقاني ډلې سره تړليو ياغيانو پينځه کالونه په بند کې وساته.

فرانس پريس اژانس ليکي، د امريکايي ولسمشر براک اوباما پر ادارې د دغه هېواد د کانګرس ځينو غړيو، د دې لپاره چې د برګدال د خوشي کولو په بدل کې يې له ګوانتانامو زندان څخه د افغان طالبانو مهم مشران خوشي کړل، سختې نيوکې وکړې.

د امريکا په کانګرس کې د جمهوريت غوښتونکي ګوند غړي وايي، سپينې ماڼۍ د ياد امريکايي سرتيري د خوشي کولو لپاره له افغان طالبانو سره کړې معامله له دوی پټه وساتله.

د کانګرس دا غړي دغه راز وايي، د ګوانتانامو له زندانه د يو شمېر قيدي طالبانو عربي هېواد قطر ته د انتقالولو د امريکايي حکومت پرېکړه به د دې هېواد امنيت له جدي خطر سره مخامخ کړي.

د اوباما ادارې بيا په دې ويلو سره چې دا مکلفه ده چې د ټولو امريکايي سرتېرو، صحيح سلامت، بيرته هېواد ته د راوستو چاره وکړي، د خپلې دغې پرېکړې دفاع کړې ده.

XS
SM
MD
LG