کابل - په کابل کې چاودنې د ارګ ماڼۍ دوه مامورین وژلي دي.
د کابل امنیه قوماندانۍ وايي، پېښه د سې شنبې پر سهار شاوخوا اووه نیمې بجې د دولسمې امنیتي حوزې اړوند، د ارزان قیمته په سیمه کې وشوه.
د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزی مشال راډيو ته وویل، چاودنه د ریموټ کنټرول بم په ذریعه شوې ده چې پکې د ارګ مامورینو یو فلاینګ کوچ موټر په نښه کړل شو.
ستانکزی وايي، په پېښه کې پینځه کسان ژوبل شوي هم دي چې پکې د ملي راډیو ټیلي وېژن ویاند او د جمهوري ریاست د مطبوعاتو کارکوونکی سنګر نیازی هم شامل دی.
دی زیاتوي، د پېښې ښکار شوي زیاتره د ولسمشریزې ماڼې مطبوعاتي او نور خدماتي مامورین دي.
وسله والو طالبانو د برید پړه منلې ده.
د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولي بیان کې ادعا کړې ده چې په برید کې د ارګ درې ماموران وژل شوي او شپږ ټپي دي.
ازادې سرچینې د نوموړي د ادعا پخلی نه کوي.