د لاسرسي ځای

تازه خبر

جلال اباد: د روژې په خاطر په یتیمانو خوراکي توکي وويشل شو


جلال اباد کې د نادارو سره مرستې وشوې
جلال اباد کې د نادارو سره مرستې وشوې


په ننګرهار کې د بشري مرستو په نوم یوې ټولنې د روژې په مناسبت په ۱۲۱ تنو یتیمانو زده کوونکو باندې خوراکي توکي وويشل.

دغه ټولنه يتيمو ماشومانو ته د تعليمي اسانتیاوو تر څنګ بیلابيلې مرستې راټولي.
د يکشنبې په ورځ یادې ټولنې ۱۲۱ تنو یتيمانو زده کوونکو باندې بيلابيل خوراکي توکي وويشل.


دا چې په دغه مرستو کې کوم توکي شامل دي، د بشري مرستو ټولنې مشر عبدالرحيم صراف مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:


(( دا مواد ۱۲۱ کسو یتيمانو ته راغلي دي، دا په اسټرلیا کې د ميشتو افغانانو له خوا راغلي دي، په دې کې پينځه کيلو بوره ده، پينځه کيلو وريجې، پينځه کيلو لوبيا پينځه ليتره غوړي، نيم کيلو چای، يو کيلو خورما، يوه جوړه جامې او د دې جامو د ګڼدولو لپاره دوه سوه افغانۍ دي.))


د ننګرهار د کار، ټولنيزو چارو، شهیدانو او معلولينو ريس عبدالحکيم شیرزاد خوشاله و چې ازادې خيريه ټولنې ورسره د يتيمانو او بې وزلانو سره د مرستو په برخه کې فعاله دي. نوموړي وويل:


(( دوی د نادارو کورنیو سره مالي مرسته کوي، او همدا رنګه په مختلفو کمکونو کې يې زموږ له ادارې سره اوږه په اوږه کار کړی دی. زه د ولايت په نمايندګۍ او د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو د رياست په نمايند ګۍ د دوی دغه فعاليتونه تقديروم او مننه ترينه کوم. ))

له مرستو څخه برخمن شويو یتيمانو خوښي څرګنده کړه چې د روژې په میاشت کې ورسره مرستې وشوې. دوه تنو يې مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:


(( نوم مې سکينه دی او د پينځم ټولګي زده کوونکې يم. خوشاله يم چې له موږ سره مرسته وشوه، او له نورو خلکو هم غواړو چې موږ سره مرسته وکړي، او په دې موادو کې چې ما ته د اختر جامې راکړې ډيره مننه ترې کوم.))


(( نوم مې نقيب الرحمن دی. موږ یتيمان يو، کوم مواد يې چې موږ ته راکړل، موږ ترينه مننه کوو، موږ سره دې نورې موسسې هم کمک وکړي، سوداګر دې موږ سره کمک وکړي، موږ غریبانان يو او مجبوره يو.))

د بشري مرستو ټولنې مشر عبدالرحيم صراف وايي چې دوی سره تر اوه سوه تنو پورې یتيمان ماشومان ثبت دي، چې دوی ورته د تعليم د اسانتیاوو تر څنګ ورته دوه زره افغانۍ مياشينی معاش هم ورکوي.


دی زیاتوي چې د اسټرليا سربيره د بحرين او انګلستان نه هم ځینې خیریه ادارې دوی ته د یتيمانو لپاره مرستې ورکوي او دوی يې له تنظیمولو وروسته مستحقينو سپاري.

XS
SM
MD
LG