د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ ښار کې د عوامي نېشنل پارټۍ غړي کم شوي دي


په کراچۍ کې د عوامي نیشنل ګوند پر غړو بیا بیا د وسله والو له بریدونو پس په دغه ښار کې د ګوندي غړو شمېر کې د پام وړ کمی راغلی دی

د عوامي نېشنل پارټۍ سیند صوبې چارواکي وایي، د وسله والو لخوا د دوی پر غړو او مشرانو د پرلپسې حملو وروسته دا ځل د دوی د رکنسازۍ په عمل کې د خلکو نوملیکنې شمیره ډېره کمه شوې ده.

د پارټۍ مرکزي او صوبايي تنظیمونه په پاکستان کې د ۲۰۱۳م کال په می میاشت کې په ترسره شوو ټولټاکنو کې د دغه ګوند له ماتې وروسته تحلیل شوي ول. د جون پر اخري لسیزه کې د عوامي نیشنل ګوند سیند څانګې له نوي سره د تنظیم سازۍ عمل بشپړ کړی دی.

د عوامي نینشل ګوند نوی ټاکل شوی د اطلاعاتو صوبایي سیکرېټري حمید خټک د خپلو ګوندو غړو د کمي په اړه وایي،

«په دې کې هیڅ شک نشته چې دا ځل زموږ د غړو نوملیکنې شمېر راټیټ شوی دی، په جنرل الېکشن کې د اې اېن پي پر انتخباتي کېمپونه باقاعده حملې شوې وې. همدا وجه ده چې دا ځل موږ د نوملیکنې لپاره د پخوا غوندې کمپاین ونه چلوو، ځکه دا شمېر راکم شو»

عوامي نشنل ګوند د تېر ځل تنظیم سازۍ په مهال په سیند صوبه کې دوه نیم لاکه غړي ثبت کړي ول،خو دا ځل یې د ثبت کړو کارکنانو شمېر له یو لاک څخه هم راکم شوی دی.

د دغه ګوند د ۲۰۰۸ په ټاکنو کې نه یوازې په سیند اسمبلۍ کې دوه څوکۍ ګټلې وې بلکې د کراچۍ ښار یوه لویه برخه یې تر اثر لاندې وه. خو د ۲۰۱۳ په ټاکنو کې د وسله والو طالبانو لخوا پرلپسې بریدونو د ګوند چارواکي له ټاکنیزه کمپاینه په لېرې ساتلو مجبور کړل، اوس دغه ګوند د سیند په اسمبلۍ کې هېڅ استازی نلري.

د عوامي نینشل ګوند د سیند څانګي نوی ټاکل شوی مشر سېنېټر شاهي سید وایي، د دوی ګوند د کراچۍ په پښتون میشته سیمو کې اکثریت لرلو، د هغه په خبره اوس په دغو سیمو کې وسله والې ډلې په زور کې دي چې له امله یې د دوی د ګوند پر غړیتوب اغیز پریوتی دی.

«په ټوله کراچۍ کې طالبان نشته، خو هغه سېمې چې پښتانه پکې اوسېږي او په مخکې وختونو کې ترې زموږ کاندیدان کامیاب شوي ول، هلته اوس دا حال دی چې زموږ کارکنان له کوره نشي وتلی، هغوی ته ډول ډول ګواښونه کیږي، لکه څنګه چې زموږ مشر ویلي ول چې دا یو داسې قوت دی چې لیبرال او سیکولر سیاسي ګوندونه له واکه بهر ساتل غواړي نو دا هم هغه قوت دی چې اوس په زموږ په کوڅو کې حملې کوي او له سیاسته مو د لېرې ساتلو هڅې کوي»

د عوامي نېشنل ګوند سرچینې وایي، د دوی د غړو او مشرانو پر ضد په حملو کې د وسله والو طالبانو د سوات څانګه مخکښ رول لري، او د دې ګوند له سوات سره تعلق لرونکي زیاتره غړي او مشران په نښه کوي.

په کراچۍ کې د عوامي نېشنل ګوند پر پلویانو حملې له ۲۰۱۲ کال راهسې شورو شوې دي، چې له امله یې تر دې مهاله د دغه ګوند ۱۰۲ غړي او مشران وژل شوي دي. د همدې حملو له کبله نه یوازې د یاد ګوند دفترونه بند شوي دي بلکې د د دوی صوبايي سیکریټرېټ باچاخان مرکز هم له تېرې اوږدې مودې راهیسې د هرډول سیاسي او کلتوري خوځښتونو پر مخ بند دی. همداز د دغه ګوند ډېری غړي او مشران دحملو او کلنګ اخیستنې له وېرې له کراچۍ ښاره خپلو پلرونو کلو ته واپس تللي دي.

له دې سره سره د یاد ګوند ځینې غړي او ځایي عهدیداران د وسله والو دحملو له ویرې د ښي اړخو ګوندونو لکه جماعت اسلامي او تحریک انصاف سره هم ملګري شوي دي .

XS
SM
MD
LG