د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ارګون کې وزیرستاني کډوالو سره مرسته وشوه


وزیرستاني کډوالو کورنیو سره د افغان حکومت د بیلابیلو ادارو له خوا خوراکي توکو مرسته وشوه.

پکتیکا ولایت ته هم د خوست او پکتیا په شان د وزیرستان د قبایلي سیمو څخه ګڼې کورنۍ ورکډه شوي او دا مهال یې د یاد ولایت په بېرمل، ګیان او اورګون ولسوالیو کې اړولي، چې د سرپناه په شمول د ژوندانه په هره برخه کې د ستونزو او نیمګړتیاوو سره مخامخ دي.

د یادو کډوالو له ډلې په ارګون کې د میشتو درې سوه وزیرستاني کډوالو کورنیو سره د افغان حکومت د بیلابیلو ادارو له خوا د پنځه قلمه خوراکي توکو مرسته وشوه، چې په دې مرستو کې اوړه، وریجې، غوړي، بوره او چای شامل دي.

د مرستو د ویش له پاره ارګون ولسوالۍ ته د قبایلو او سرحدونو چارو وزارت مرستیال یعقوب احمدزی، له مرکز ښرنې څخه پکتیکا والي محب الله صمیم او نور ولایتي چارواکي ورغلي ول.

یادې مرستې د افغان دولت د قبایلو او سرحدونو وزارت، له پیښو سره د مبارزي ریاست، کلیو پراختیا، مهاجرینو او یو شمیر نورو ادارو له خوا برابرې شوې وې.

یو تن وزیرستاني کډوال، چې په ارګون کې ورته مرسته ورکول شوې، مشال راډیو سره په خبرو کې د حکومت د مرستو نه خوښي څرګنده کړه او خپلو اړتیاوو ته په کتو يې وویل، چې حکومت دې ورسره نورې اړینې مرستې هم ترسره کړي:

((زه هدایت الله نومیږم د شمالي وزیرستان دې تل خېلو اوسیدونکی یم، زه یو کاروباري کس یم، چې د جنګ د حالاتو نه موږ افغانستان ارګون علاقې ته منتقل شوي یو، موږ ته مرسته رارسیدلې ده او کوم د ضرورت شیان چې دي راکړل شوي دي، بوره، غوړي چای په کې دي خو داسې کمه غوندې مرسته ده، د اینده له پاره هم زموږ د حکومت نه دا امید دی، چې دوی بیا هم زموږ سره پوره، پوره کمک وکړي.))

په پکتیکا کې وزیرستاني کډوال دوی سره شوې مرستې کمې ګڼي او غوښتنه کوي، چې د څښاک اوبو په ګډون دې، د دوی سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو همدرانګه د سرپناه له پاره د خیمو مرستې وشي.

یو بل تن کډوال د حکومت نه غواړي، چې دوی تش لاس د خپلو کورونو راغلي، دا چې د ژمي موسم راروان دی، که ورسره پوره مرستې ونه شي، نو دوی به د اوس په پرتله په راتلونکې کې د ډېرو ستونزو سره مخامخ شي:

((زما نوم قسمت الله ده، د وزیرستان نه دلته راغلي یو، د داوړو قوم سره تعلق لرو، موږ سره چې دلته کومې مرستې شوي دي، نیمه تورړه چیني ده، غوړي دي، بسکټ دي، لکه څومره چې اړتیا ده هغه موږ ته نه دي حواله شوي، ځکه چې دا ډېره کمه مرسته ده، موږ د حکومت نه دا غوښتنه ده، چې موږ سره نورې مرستې هم وکړي، ځکه په موږ ژمی راروان دی، او موږ هېڅ شی هم نلرو.))

دارګون ولسوال محمدرضا مشال راډیو ته وویل، چې یادې مرستې په درې سوه کورنیو ویشل کیږي، چې ددې مرستو په تعقیب به د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارې او یو شمېر نورو ملي او نړیوالو موسساتو له خوا هم مرستې وویشل شي:

((په دې کې بوره ده، غوړي دي او هم چای په کې ده، دا پنځه قلمه خوراکي توکي دي، چې دوی ته ورکول کیږي، تر اوسه دوه سوه کورنیو ته توزیع شوي دي او پاتو سلو کورنیو ته هم د مرستو د ویش لړۍ پیل شوې ده، دا د دولت له خوا هغه بیړنۍ د خوراکي توکو مرستې دي، خو د یونسیار او ملګرو ملتونو له خوا هم دې کډوالو ته مرستې راروانې دي، چې ډېر ژر به په دې خلکو وویشل شي.))

دا په داسې حال کې ده، چې تر اوسه په ګیانه ولسوالۍ کې کډوالو سره هېڅ مرستې نه دي شوي، خو بیا په ارګون او بېرمل کې وزیرستاني کډوالو ته څه نا څه مرستې ورکړل شوي، چې وزیرستان کډوال يې ډېرې کمې ګڼي.

XS
SM
MD
LG