د لاسرسي ځای

تازه خبر

یوناما:د افغان انتخاباتو۴۳ فیصده رای دې بیا وکتل شي


د افغانستان جمهوري ریاست وایي، چې په دې هېواد کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت د وروستۍ انتخاباتي شخړې د حل په هدف خپله پیشنهادي طرحه وړاندې کړې ده.

د افغانستان جمهوري ریاست وایي، چې په دې هېواد کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت د وروستۍ انتخاباتي شخړې د حل په هدف خپله پیشنهادي طرحه وړاندې کړې ده.

په دې طرحه کې ویل شوي، چې د جمهوري ریاست د دویم پړاو انتخاباتو درې نیم میلیونه رایې بیا وکتل شي.

له دې وړاندې د عبدالله عبدالله انتخاباتي ټیم ویلي وو، چې د دوی او انتخاباتي کمیسیونونو ترمنځ د وروستۍ شخړې د هواري په هدف باید ملګري ملتونه او نړېواله ټولنه اقدام وکړي.

جمهوري ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي یان کوبیش خپله دغه طرحه تیر ماښام په ارګ کې جوړې شوې غونډې ته وړاندې کړه.

د ملګرو ملتونو د وړاندیز شوې طرحې له مخې د دویم پړاو انتخاباتو درې نیم میلیونه رایې بیا وکتل شي.، چې دا د ټولو رایو ۴۳ فیصده جوړوي.

د جمهوري ریاست خبرپاڼې وایي، چې د ملګروملتونو د دې طرحې د وړاندې کیدو پرمهال په غونډه کې د ولسمشرحامد کرزي مرستیالان، قاضي القضات، نور لوړ پوړي چارواکي او د دواړو انتخاباتي کمیسیونونو مشران حاضر وو.

خبرپاڼې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي یان کوبیش په حواله لیکلي، چې خپله پیشنهادي طرحه به نن جمعه له دواړو کاندیدانو سره شریکه کړي.

په همدې حال کې د اشرف غني احمدزي د انتخاباي ټیم یو ویاند عباس نویان وایي، چې د ملګرو ملتونو طرحه د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم د غوښتنو په اساس جوړه شوې، چې دوی یې منلو ته چمتو دي.

ښاغلي نویان د جمعې په ورځ مشال راډیو ته وویل، چې د دوی ټیم د ټولو هغو غوښتنو منلو ته چمتو دی، چې د قانون په چوکاټ کې وي:

″دا د اصلاحاتو او همپالنې ټیم غوښتنې دي، چې د یوناما له لارې د تحول او تداوم ټیم ته پیشنهاد شوي دي، د ورته پیشنهادونو زیاته برخه زموږ له خوا منل شوې، هیله ده دا داسې اسانتیاوې رامنځ ته کړي، چې دوی بیرته د انتخاباتو بهیر ته را وګرځي.″

په همدې حال کې د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم یو ویاند عبدالجبار شولګری وایي، چې د درې نیم میلیونه رایو بیا کتل. د دوی غوښتنه نه، بلکې د ملګرو ملتونو وړاندیز وو، چې دوی ورسره موافقه لري.

خو ښاغلی شولګری وایي، چې دوی لا هم د انتخاباتو په دواړو کمیسیونونو بې باوره دي او غوښتنه کوي، چې د دې څه باندې اته زره محلونو رایې باید د یوه بې طرفه پلاوي له خوا وکتل شي.:

″موږ وایو، چې دغه صندقونه او محلات باید د یوه داسې بې طرفه کمیسیون له خوا تفتیش شي، چې د دواړو کاندیدانو لپاره د منلو وړ وي، دغه تفتیش باید د بین المللي ناظرینو، د کاندیدانو د ناظرینو او د مدني ټولنو د استازو په وړاندې وشي، هغه وخت کې کیدلی شي، چې پاکې او ناپاکې رایې سره جلا شي.″

معلومه نه ده، چې د انتخاباتو دواړه کمیسیونونه به د یوه بل بې طرفه کمیسیون په جوړیدو موافقه وکړي او که نه، خو له دې وړاندې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون مشر ویلي، چې د بل موازي کمیسیون جوړل قانوني کار نه دی.

ملګروملتونو په داسې حال کې د انتخاباتو د وروستۍ شخړې د هواري په مقصد پیشنهادي طرحه وړاندې کړې، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري هم د دې شخړې د هواري په مقصد افغانستان ته تللی.

XS
SM
MD
LG