د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان انتخاباتي کړکیچ د حل لپاره جان کېري کابل ته رسېدلی

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یو ویاند ویلي، جان کېري به په کابل کې د افغانستان د ولسمشرۍ د څوکۍ له دوو کاندیدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله سره وګوري. د جیف راتکي په وینا جان کېري به همدا رنګه د ولسمشرحامد کرزي سره هم خبرې اترې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرجان کري د افغانستان د انتخاباتو پر سر د راپورته شوي کړکیچ د هواري لپاره تیره شپه ناوخته کابل ته رسیدلی دی.

په افغانستان کې انتخاباتي ناندري وروسته له هغې راپورته شوې چې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې انتخاباتي ټیم د درغلیو ادعا وکړه او لومړنیو نتایجو د اعلان مخالفت یې وکړ.

جان کېري تردې مخکې په چین کې ویلي و، که څه هم دوی د افغانستان د انتخاباتو له کبله راپورته شوي کړکیچ ته جدي اندېښنه لري، خو ډیرهیلمن دی چې په څو ورځو کې به دې اختلافاتو ته د هواري یوه لاره پیدا شي.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG