د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډابېنز: په افغانستان کې دې ایتلافي حکومت جوړ شي


د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی جیمز ډابینز وايي چې د افغانستان د انتخاباتي لانجې د هواري او په هېواد کې د ګډوډیو د مخنیوي په خاطر باید ایتلافي حکومت جوړ شي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی جیمز ډابینز وايي چې د افغانستان د انتخاباتي لانجې د هواري او په هېواد کې د ګډوډیو د مخنیوي په خاطر باید ایتلافي حکومت جوړ شي.

بلومبرګ خبري اژانس لیکلي چېنوموړي په واشنګټن کې د اسیايي ټولنې په یوه کنفرانس کې د جولای په نهمه نیټه ویلي چې په افغانستان کې د ګټوونکی کاندید له خوا د ټول سیسټم په واک کې نیول عملي انتخاب نه دی.

د ډابېنز په باور د ملي مشارکت حکومت چې ټول اړخونه په کې شامل وي د ښه حکومت لپاره ضروري دی.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د جمهوري ریاست کاندیدانو عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي ترمنځ د جولای په اوومه نیټه د لومړنیو نتیجو له اعلان وروسته لانجو زور واخیست.

عبدالله د بریا ادعا کوي او وايي، چې په لومړنیو پایلو کې چې اشرف غني ترې مخکی دی یو میلیون رایې یې تقلبي دي.

ټاکل شوې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرجان کري د جولای په یولسمه یعنې د جمعې په ورځ د افغانستان د انتخاباتي لانجې د حل لپاره دغه هېواد ته راشي.

XS
SM
MD
LG