د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نادرشاه کوټ ځمکو ته د سیلاونو ګواښ متوجه دی


د نادرشاه کوټ ولسوالۍ یو شمېر اوسیدونکي په خپله سیمه کې د ځنو اساسي ستونزو د یادونې تر څنګ وايي، چې تر ټولو ډېر د استنادي دیوالونو، ویالو، کاریزونو او د سربندونو جوړولو ته اړتیا لري.

د نادرشاه کوټ ولسوالۍ یو شمېر اوسیدونکي په خپله سیمه کې د ځنو اساسي ستونزو د یادونې تر څنګ وايي، چې تر ټولو ډېر د استنادي دیوالونو، ویالو، کاریزونو او د سربندونو جوړولو ته اړتیا لري.

د دوی په خبره سره له دې چې ډېرې لږې کرنیزې ځمکې لري، خو دا لږې ځمکې يې هم د سیلاونو او توفانونو د ګواښ سره مخامخ دي او حتا یو شمېر ځمکې يې سیلاونو لاندې کړي دي.

د سیمې اوسیدونکي له ځايي ادارې څخه د سیلاونو څخه د ورپيښو ګواښونو د مهار کولو له پاره د بیړنیو مرستو غوښتنه کوي او وايي، چې د وهل شویو غرونو پرته ورته اوارې ځمکې نه دي ورپاتې:

((سمین خان مې نوم دی، د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د کپړي کلي اوسیدونکی یم، د نادرشاه کوټ د قوم خلک ډېرې لږې اوارې ځمکې لري، سیلاونه ډېر راوځي، ځنګلونه وهل شوي او د سیلاونو د راوتلو مخ نه شي نیولای، زما غوښتنه داده، دا چې دا خلک غریب او بیچاره خلک دي او په غربت کې وخت تیروي، چې دوی سره په دې برخه کې لږ کمکونه وشي.))

د نادرشاه کوټ ولسوالۍ یو بل تن سپینږیری وايي، چې دوی لږې اوارې ځمکې لري، خو هغه هم ورڅخه سیلاونو او توفانونو لاندې کړې او دوی ته یوازې یوه یا دوې وړې، وړې پټۍ ورپاتې دي:

((زما نوم حاجي جمع نور دی د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اوسیدونکی یم، موږ خپل هلې ځلې کړي او هرې ادارې ته مو دا فریاد رسولی، چې زموږ څخه يې ځمکې یووړې، زموږ نه يې ویالي بندونه یووړل، چا چې جریب ځمکې درلودې، سیلاونو ورته یو وړوکی پټی پرې ایښی دی، سیلاونو راڅخه ځمکې یووړې او یو یا دوه پټي راته پاتې شول.))

ځايي خلک وايي، چې په غرونو کې ډیری ځنګلونه وهل شوي او په لږو بارانونو کې هم سیلاونه راوځي، چې د کرنیزو ځمکو سربیره يې حتا د استوګنې کورونه هم د لاندې کیدو له ګواښ سره مخامخ شوي دي.

په همدې حال کې د خوست د کلیو پراختیا او بیارغونې رئیس انجینر عثمان مهیدي د نادرشاه کوټ په ولسوالۍ کې د یو شمېر وړو پروژو د پیل کېدو خبره کوي او وايي، چې په نږدې راتلونکې کې به د سیکا ادارې په چوکاټ کې د شپیته میلیونه افغانیو په لګښت کوچنۍ کلیوالي پروژې پیل کړي، چې په دې پروژو کې به د خلکو خوښه او انتخاب مهم رول ولري:

((په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې ډاډمن امنیت شتون لري او موږ په دې سیمه کې یو شمېر وړې پروژې په پام کې لرو، په دې اړه مې د سیمه والو غوښتنه داده، چې روغې او بنسټیزې پروژې انتخاب کړي، تر څو پیسې بې ځایه مصرف نه شي او پلي شوې پروژې راتلونکی ولري، انشاالله موږ به په دې ځای کې شپیته میلیونه افغانۍ مصرف کړو او تر ۲۵ پورې ګټورې پروژې به په دې ځای کې ولرو.))

یاده دې وي، نادرشاه کوټ د خوست په لویدیز لوري کې پرته غرنۍ ولسوالي ده، چې لږې اوارې او کرنیزې ځمکې لري، ډیری خلک په ځانکړي ډول ځوانان يې د بیکارۍ له ستونزې سره مخامخ دي.

XS
SM
MD
LG