د لاسرسي ځای

تازه خبر

ازبکه وسله واله ډله د پاکستان لپاره ننګونه ده


د يوروايشيا مجلې د ليکنې په پيل کې راغلي، د پاکستان امنيتي ځواکونو د شمالي وزيرستان په عملياتو کې تر دې دمه ۳۹۱ مشکوک ترهګر وژلي او ۶۱ پناه ځايونه يې ورته تباه کړي. دغه راز د دې عملياتو پر مهال، چې د تېرې جون مياشت پر ۱۵ مه نېټه پيل شول، ۱۹ پاکستاني امنيتي سرتيري هم وژل شوي دي.

رپورټونه وايي، د پاکستاني پوځ په دې عملياتو کې تر ډېره د حافظ ګل بهادر ډله، چې له تحريک طالبان پاکستان سره تړاو لرونکې وسله واله ډله ده، په نښه شوې ده.

دې ډلې په ۲۰۰۶ م کال کې د پاکستان له حکومت او د ازبکستان اسلامي غورځنګ په نوم د ازبک وسله والو له ډلې سره معاهده کړې وه، چې په دې وروستيو کې يې ماته کړه.

ليکنه زياتوي، په شمالي وزيرستان کې مېشت ازبک وسله وال وروسته تر هغه د پاکستاني پوځ د عملياتو ښکار شول چې د کراچۍ پر نړيوال هوايي دګر يې د تېرې مياشت د بريد پړه ومنله.

په دغه حمله کې د لسو تنو ترهګرو پشمول ټول ۳۳ کسان ووژل شول.

د ازبکستان اسلامي غورځنګ په يوه بيان کې وويل چې د کراچۍ پر هوايي ډګر بريد يې د پاکستاني حکومت لخوا د دې هېواد د عام وګړو د وژنو د غچ اخيستو لپاره وکړ.

د يادې ډلې مشر، عثمان غازي په خپل دغه بيان کې ويلي، هغه جهادي سرګرمۍ، چې په افغانستان کې وار د مخه پيل شوي، لړۍ يې بايد د پاکستان خاورې ته وغځول شي.

په ليکنه کې د کراچۍ پر هوايي ډګر شوي د وروستي بريد په يادولو سره ويل شوي چې دا اول ځل نه وو چې د پاکستان دننه په يوه ترهګر بريد کې دې ازبک وسله وال لاس ولري. تر دې مخکې د پېښور پر باچا خان هوايي ډګر، او دغه راز په ډېره اسماعيل خان او بنو کې پر جيلونو شويو حملو کې هم ازبک وسله وال شامل ول.

په ليکنه کې په شمالي وزيرستان کې د پوځي عملياتو له پيلېدو وروسته د ازبک وسله والو د بلوچستان ځينو سيموته د اوښتو په اړه اندېښنه ښودل شوې.

په ليکنه کې د نويد خالد په نوم د پاکستاني استخباراتو د يوه چارواکي په حواله ويل شوي چې د ازبکستان اسلامي غورخنګ يو د پام وړ شمېر وسله وال د بلوچستان ژوب او نورو شاوخوا سيمو ته تللي. د نوموړي په خبره، دې ازبک وسله والو پاکستاني طالبانو ته ځانمرګي بريدګر هم ورکړي، تر څو په دغه صوبه کې يې د خپلو هدفونو د په نښه کولو لپاره وکاروي.

خو مجلې بيا د بلوچستان په حکومت کې د کورنيو او قبايلي چارو د سېکرتر اکبر حسين دراني خبره راخيستې چې ويلي يې دي، زموږ ځواکونه بشپړ تياري لري چې په سيمه کې د ترهګرو پر ضد جګړه وکړي.

د ليکنې تر مخه، د ازبکستان اسلامي غورځنګ وسله وال، په داسې حال کې چې د پاکستاني پوځ د عملياتو له ويرې ښايي په يوه سيمه کې ډېر وخت ايسار پاته نه شي، توانمندي لري چې له يو شمېر سيمه ييزو وسله والو ډلو او همداراز له القاعده سره اړيکې ټينګ وساتي او په ګډه غټ ترهګر بريدونه پلان او عملي کړي.

XS
SM
MD
LG