د لاسرسي ځای

تازه خبر

که دولت خپلې بنیادي ذمه وارۍ پوره نه کړي نو ناکامېږي


په شمالي وزیرستان کې د وسله والو پر ضد د پوځي عملیاتو یو منظر
په شمالي وزیرستان کې د وسله والو پر ضد د پوځي عملیاتو یو منظر
سرچینه: ډان ورځپاڼه
لیکوال: خادم حسین
ژباړه: شاهین بونیری

له پاکستانه خپرېدونکې د انګرېزي ژبې په ورځپاڼه ډان کې د سیاسي چارو د پوه خادم حسین لیکنه خپره شوې ده.

دی وايي، د پاکستان د دستور یا ایین اصول څرګند دي. د ولس منتخب حکومت به تګلارې یا پالیسۍ جوړوي، منتخب پارلېمان به قوانین جوړوي او عدلیه به د دې قوانینو وضاحت کوي.

دی وايي، هغه وسله والې ډلې چې یا خو د یو بل پر ضد جنګېږي او یا د نورو دولتونو (یا ریاستونو) پر ضد، د اساسي قانون (یا دستور) تر مخه د ولس او دولت تر منځ د عمراني معاهدې (سوشل کنټریکټ) نفي کوي.

د مدني ټولنې ادارې په دې عمراني معاهدې کې لویه برخه لري، او باید مدني ټولنه د هر هغه عمل یا پرېکړې مزاحمت وکړي چې د ایین د بنیادونو پر ضد وي.

پر دې بنیاد، د مدني ټولنې ذمه واري ده چې هغه سیمې په قامي بهیر کې د ورګډولو لپاره کار وکړي چې بهر دي. د دغه شان یو بدلون لپاره یو ځای د پاکستان قبایلي سیمې دي. د قبایلي سیمو انتظامي، سیاسي او اقتصادي جوړښتونه ډېر زاړه دي او دغه سیمه د وسله والو ډلو او په جرم کې د ککړو خلکو یو مرکز جوړ شوی دی.

دا وسله وال پاکستاني او غیر پاکستاني دواړه دي. دوی له نورو فرقه ییزو وسله والو ډلو او نړیوالو جهادي تنظیمونو سره اړیکي برابر کړي دي او د یوې درې اړخیزه سټراټیژۍ له لارې د ریاست عمراني معاهده له منځه وړل غواړي.

وړومبی د تشدد له لارې دوی د خلکو په زړونو کې وېره اچوي او ولس دې ته اماده کوي چې له دولت سره د دوی معاهده د باور وړ نه ده. دویم، دې وسله والو ډلو حکومتي نظام ګډوډ کړی دی، د حکومت د دېوالیه کولو لپاره یې په فشار ډېر کړی دی او هېواد یې له ګاونډیو هېوادونو او نړیوالې ټولنې څخه بېل کړی دی. درېیم، دوی تر څه حده په دې کې بریالي شوي دي چې د ټولنې له ځینو برخو نظریاتي، سیاسي او مالي مرستې تر لاسه کړي.

خادم حسین لیکي، د حکومت ذمه واري چې د بهرنیو او کورنیو چارو او امنیت تګلارې په ټولې معاملې سمبالې کړي او د هېواد د اوسېدونکو خیر ښېګڼه په پام کې وساتي.

دی زیاتوي، که چېرې یو دولت د ځينې خود غرضه عناصرو او نااهلۍ له کبله خپلې دا ذمه وارۍ سر ته و نه رسوي نو دا پخپله د ریاست ناکامي ده.

XS
SM
MD
LG