د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د لږکیو د حقونو ساتنې لپاره کمېسیون جوړېږي


په اسلام اباد کې عیسویان په دې ډول خیمو کې اوسي
په اسلام اباد کې عیسویان په دې ډول خیمو کې اوسي

اسلام اباد - د پاکستان وفاقي حکومت او اپوزیشن په هغه هېواد کې د اوسېدونکو لږکیو یا اقلیتونو د حقونو ساتنې او د هغوی د مسلو هواري لپاره د یوه ملي کمېسیون پر جوړولو سلا شوي دي.

د واکمن مسلم لیګ (ن) ګوند له خوا په قامي اسمبلۍ کې د اقلیتونو استازي باون داس مشال راډيو ته وویل، د لږکیو د ستونزو، په دې وروستیو کې په سېند کې د هغوی د مذهبي ځایونو سپکاوي او د سپریم کورټ (ستره محکمه) امر ته په کتو حکومت د دې کمېشن د جوړولو پرېکړه وکړه.

((په دې کمېشن کې به د لږکیو مسلو ته توجه ورکول کېږي. زموږ حکومت لېواله دی چې د لږکیو مسلې حل کړي. وزیراعظم نواز شریف غواړي چې زموږ مسلې حل شي. د اپوزیشن مشر خورشید شاه هم دلچسپي لرله نو موږ به پر یو ځای د اقلیتونو د مسلو د هواري لپاره تګلاره جوړوو.))

په دې کمېشن کې به څلور مسلمانان، دوه عیسویان، دوه هندوان، یو پارسی او یو سېک شامل وي.

د سېکانو د مذهبي کتاب د سپکاوي په غبرګون د سېکانو لاریون
د سېکانو د مذهبي کتاب د سپکاوي په غبرګون د سېکانو لاریون

د دې کمېسیون د موثره کردار په اړه د پاکستان تحریک انصاف ګوند له خوا په قامي اسمبلۍ کې د لږکیو استازی لال چند ملهي وايي، حکومت چې د لږکیو مسلې په خپلو لومړیتوبونو کې نه وي شاملې کړې تر هغو دا ډول کمېشن ګټه نه لري.

((داسې کمېسیونونو په ماضي کې څه خاص کردار نه دی لوبولی ځکه چې قامي اسمبلۍ او سېنېټ کې د اقلیتونو پر معاملو او مسلو وخت په وخت خبرې کېږي نو چې صوبايي او وفاقي حکومتونه د لږکیو مسلې په خپلو لومړیتوبونو کې شاملې نه کړي، تر هغو د دې ډول کمېسیونونو فایده نه وي.))

په دې لړ کې د ټول پاکستان د لرکیو اتحاد (ال پاکستان ماینارټيز الاینس) مشر شمعون الفرېډ ګېل وايي، د لږکیو ټولنیزې ډلې یا سیاستوالان، قاضیان او یا نورې ادارې دې د دې کمېسیون په جوړولو کې ګډون وکړي.

ده وویل، که مسله پیدا شي نو بیا دې هواره کړل شي او له معیار سره سمې پرېکړې دې وشي.

ګېل زیاتوي، دی نه وايي چې له دې کمېسیون سره به لږکي له ستونزو خلاص شي، خو لږ تر لږه دا اداره مرسته کولای شي.

د یادونې وړ ده چې پخواني مشر قاضي تصدق حسین جېلاني امر کړی وو چې د لږکیو د حقونو او نورو چارو لپاره دې کمېسیون جوړ کړل شي.

XS
SM
MD
LG