د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان عملیاتو بشري بحران او د وسله والو حملو خطر پیدا کړی دی


د پاکستان د مالي چارو پخوانی وزیر شاهد جاوېد برکي لیکي، وسله والې ډلې په قبایلي سیمو کې له پټنځایونو خپل عملیات کوي او د پاکستان په نورو برخو کې له بېلا بېلو سازمانونو سره تړلي دي.

د پاکستان د مالي چارو پخوانی وزیر شاهد جاوېد برکي لیکي، وسله والې ډلې په قبایلي سیمو کې له پټنځایونو خپل عملیات کوي او د پاکستان په نورو برخو کې له بېلا بېلو سازمانونو سره تړلي دي.

د ده په خبره، دې ډلو لا له مخې د پاکستان په څلورو ګاونډیو هېوادونو کې حملې کړې دي. په دې هېوادونو کې افغانستان، چین، هند او ایران شامل دي.

په هغو مرکزونو کې د ازبکستان اسلامي غورځنګ وسله والو په دې وروستیو کې تر ټولو زیات ګواښ پېښ کړ چې د کراچۍ پر هوايي ډګر یې حمله وکړه.

برکي لیکي، کله چې په شمالي وزیرستان کې عملیات پیل شول نو د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحیل شریف وویل، دوی په عملیاتو کې د ((ښو او بدو)) وسله والو تر منځ توپیر نه کوي. په دې ډلو کې د حقاني وسله والو شبکه هم شامله ده چې د ښو طالبانو په نوم یادېږي او دا ډله د پاکستان استخباراتي ادارې ای اېس ای روزلې ده او ورته یې وسله او نور سامان ورکړی دی.

د پاکستان د خزانې پخوانی وزیر وايي، کله چې د امریکا په مشرۍ نړیوالو ځواکونو پر افغانستان حمله وکړه نو د حقاني وسله والې شبکې په شمالي وزیرستان کې مرکز جوړ کړ او ای اېس ای د دوی دا کار په دې هیله ومانه چې دا ډله به په افغانستان کې تر ۲۰۱۴ز کال وروسته وکاروي. خو داسې ښکاري چې حقاني ډلې دا ژمنه نه ده ساتلې او دا سودا نه مني او خپلو ازبکو مېلمنو وسله والو ته یې د کراچۍ پر هوايي ډګر د حملې اجازه ورکړه.

د پاکستان پوځ چې په شمالي وزیرستان کې عملیات پیل کړل نو د سیمې اوسېدونکو خپل کورونه پرېښودل. په لکونه وزیرستانیان کډوال شول او د ۲۰۰۹ز کال د سوات عملیاتو په څېر بشري ناورین ایجاد شو.

شاهد جاوېد برکي لیکي، د خلکو بې کوره کېدل به پر پاکستان لوی اثرات ولري.

د ده په خبره، د شمالي وزیرستان اوسېدونکي ښايي په کیمپونو کې مېشت نشي او ډېری یې د پاکستان نورو ښارونو او بالخصوص کراچۍ ته ولاړ شي. په کراچۍ کې باید حکومتي ادارې د دې خلکو ضروریات پوره کړي.

شاهد برکي وايي، د شمالي وزیرستان د عملیاتو له کبله ښايي وسله وال هم د هېواد ځینو برخو ته خپاره شي او هلته بریدونه وکړي. دی زیاتوي، دا وسله وال ښايي په ځانګړي ډول په کراچۍ کې د تاوتریخوالي او تاوان لامل شي.

XS
SM
MD
LG