د لاسرسي ځای

تازه خبر

'په وزیرستان کې بمبار او پوځي عملیات ترهګري نشي ختمولای'


اکرم خپلواک وړاندې وویل، چې په وزیرستان کې روان پوځي عملیات باید د یوې مشخصې ډلې په مقابل کې نه وي،بلکې هغه ټولې ډلې باید وځپل شي،چې د ډیورند کرښې اخوا یا دېخوا ترهګریز بریدونه کوي

د افغانستان د قومونو او سرحدونو وزیر همدارنګه د افغانستان د ماليې وزیر د خوست په ګلان کېمپ کې د وزیرستاني او قبایلي سیمو د کډوالو سره د کتنې پر مهال وویل، چې ترهګري د ډیورند کرښې د دواړو غاړو د اوسیدونکو په کلیو او کورونو کې نشته او نه په دا ډول پوځي عملیاتو او بمباریو کې ترهګري له منځه ځي، نو د ترهګرۍ سره د موثرې مبارزې لپاره بایده دي، چې د پولي په اخوا کې د ترهګرو روزنځایونه او اصلي مرکزونه له منځه ولاړ شي.

د چارشنبې پر ورځ چې د افغان حکومت یو شمېر لوړپوړو چارواکو د خوست د ګربزو ولسوالۍ په ګلان کېمپ کې د قبایلي سیمو او وزیرستاني کډوالو سره د دوی د ستونزو او د دوی د ژوندانه د اوسني حالت د څرنګوالي په موخه کتنه درلوده، په خپلو خبرو کې د ډیورند کرښې په دواړو غاړو کې د خلکو په شته مشکلاتو او روانو پوځي عملیاتو، چې له کبله يې لکونه خلک کډوالۍ او د خپلو کلو او کورونو پرېښودو ته اړ شوي، انديښنه څرګنده کړه او ویې ویل، چې افغان حکومت به خپلو میلو ته د کډوالو تر بیرته ستنیدنې پورې دوی ته د ژوندانه د ضروري اړتیاوو د پوره کولو لپاره خپلې هڅې او کوښښونه ترسره کړي.

د وزیرستان ماشومان
د وزیرستان ماشومان

د قومونو او سرحدونو چارو وزیر ډاکټر اکرم خپلواک وویل، چې افغان حکومت به هغه وزیرستاني او قبایلي ځوانانو ته چې مخکې ورته د ترهګري لمسون ورکول کیده، دوی ته د کتاب، قلم او پرمختګ درس ورکړي:

«دا ژمنه به نن زموږ د حکومت او ولسونو له خوا نه وي، هغه څوک چې زما ځوان ته توپک ورکوي، نن الحمدالله په پکتیا، پکتیکا او خوست کې قلم ورکول کیږي، هغه څوک يې چې ترهګرۍ ته لمسوي، نن به هغه ځوان ته دلته د وروګلوۍ، عزیزګلوۍ د قوم ګیرۍ د امن او د ثبات او د پرمختګ درس ورکول کیږي»

اکرم خپلواک وړاندې وویل، چې په وزیرستان کې روان پوځي عملیات باید د یوې مشخصې ډلې په مقابل کې نه وي،بلکې هغه ټولې ډلې باید وځپل شي،چې د ډیورند کرښې اخوا یا دېخوا ترهګریز بریدونه کوي:

«نن یو ځل بیا تکراروو چې د ترهګرۍ سره مبارزه باید د ګډې همغږۍ له لارې باید وشي، داسې ونه شي چې د یوې مشخصې ډلې پرضد وشي او بله ډله تقویه شي، دوی په مقابل کې داسې مبارزه ونه شي، چې په هغه کې ملکي تلفات رامنځته شي او په هغه کې زموږ عام ولس د ستونزو، مشکلاتو او شهادتونو سره مخامخ شي.»

د قومونو او سرحدونو چارو وزیر د روانو پوځي عملیاتو د اغېزو په باب په خپلو خبرو کې داسې وویل:

«هېڅ نظامي عملیات، هېڅ بمبارۍ او هېڅ وژنه دا جګړه له منځه نه شي وړای، په دې جنګ کې موږ د ډیورند د کرښې د دواړو کرښو زرګونه مشران دلاسه ورکړل، علماء مو دلاسه ورکړل، سپینږیري مو دلاسه ورکړل، ځوانان مو دلاسه ورکړل، مګر نتیجه يې نن دا شوه چې د امن په ځای نن نور کورونه وکوچیدل، نورې کورنۍ د خپلو ځایونو نه بې ځایه شوې او نور ملکي تلفات راغلل»

د مالیې وزیر عمر زاخېلوال
د مالیې وزیر عمر زاخېلوال

د افغانستان د مالیې وزیر ډاکټر عمر زاخیلوال هم په خپلو خبرو کې وویل، چې ترهګرۍ سره مبارزه یوازې په دې نتیجه نه ورکوي، چې د پښتنو په کلیو او کورونو بمبارۍ وشي، بلکې د کرښې په پورې غاړه کې باید د ترهګرو مرکزونه او روزنځایونه له منځه ولاړ شي:

«موږ په دې اند یو چې د ترهګرۍ تر نامه لاندې مبارزه زموږ د خلکو که هغه د کرښې په دېخوا کې دي او که په هغې خوا کې د دوی په کورونو کې نه دی، د دوی په دیرو او پټیو کې نه دی، دا جنګ په دې نه خلاصیږي، چې دوی ماشومان تر بمباریو لاندې ونیسي، دوی د خلکو عام ژوند او زنده ګي سره خرابه کړي، په دې کیږي، چې په جدي توګه هغه اډې او هغه مرکزونه چې په هغې کې تروریستان روزل کیږي، متاسفانه د افغانستان له پاره روزل کیږي، د افغانستان د خرابۍ له پاره د افغانستان د بې ثباتۍ د پاره په جدي توګه هغه بند کړي، د تروریزم په جګړه نه په شمالي وزیرستان کې ده، نه په جنوبي وزیرستان کې ده، نه په خوست، نه په پکیتا او نه پکتیکا او نه د افغانستان په بل ولایت کې»

د یادونې وړ ده دا مهال په وزیرستان کې د پاکستان د پوځ د عملیاتو له کبله تر شپاړس زره زیاتې وزیرستاني کورنۍ خوست ته راکډه شوي، چې ډیریو کډوالو کورنیو د ګربزو د ګلان په دښته کې اړولي دي.

XS
SM
MD
LG