د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان ټاکنو ابتدایي پایلې وځنډېدلې


د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي چې ممکن څو ورځې د دغو نتیجو اعلان وځنډیږي.

د ولسمشرۍ کاندید عبدالله عبدالله د ولسمشرۍ د ټاکنو د ابتدایي نتیجو د اعلان د ځنډیدو هرکلی وکړ او د اشرف غني احمدزي انتخاباتي ټیم بیا اندیښنه څرګنده کړه خو ویې ویل چې، وروستۍ نتیجې به له ټاکلي جدول سره سم په خپل وخت اعلانیږي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي چې ممکن څو ورځې د دغو نتیجو اعلان وځنډیږي. د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور مشال راډيو ته د ابتدایي نتیجو د اعلان د احتمالي ځنډیو د علت په اړه وویل:

"د ټاکنو خپلواک کمیسیون د انتخاباتو په بهیر کې د لاشفافیت په نیت ۱۹۳۰ محلات په ۳۰ ولایتونو کې له سره پلټي او تفتیش یې کوي."

له مهالویش سره سم ټاکل شوې چې د ټاکنو ابتدایي نتیجې نن (چارشنبه) اعلان شي. تر دې مخکې د دغو انتخاباتو د قسمي نتیجو پایلې ځنډول شوې وې.

عبدالله عبدالله فرانس پریس اژانس ته وویل چې د نتیجو د اعلان له ځنډیدو سره به دې ته زمینه پیدا شي چې د ده په وینا د پراخو درغلیو څیړنه وشي. همدغه اژانس د اشرف غني احمدزي د کمپاین د یوه ویاند عباس نویان په وینا وايي، د ابتدایي نتیجو پر ځنډیدو خوشاله نه یوو خو د وروستیو نیجو د اعلان نیټه نه ده بدله شوې.

د اصلاحاتو او همپالنې د انتخاباتي ټیم مشر عبدالله عبدالله وایي، چې موږ ادعا کوو چې. درغلۍ شوې دي او دغه بل لوری هم ورته ادعا کوي نو ولې لاسونه سره نه ورکوو چې دغه درغلۍ لرې کړو.

د شاوخوا څلویښتو هیوادو مشرانو ته بلنه ورکړل شوې ده چې د نوي منتخب ولسمشر د لوړې په مراسمو کې چې د اختر په پنځمه به ترسره شي، برخه واخلي.

بل لور ته په کابل کې ځینو رسنیو خبر ورکړی دی چې د ولسمشر حامد کرزي لومړی مرستیال یونس قانوني د دواړو کاندیدانو تر منځ خبرو اترو ته لاره هواروي. دا خبره د اشرف غني احمدزي د انتخاباتي ټیم ځینو غړیو تایید کړې ده او وایي چې، دوی دې خبرو ته چمتو دي، خو د یوه ایتلافي حکومت پر سره به جوړجاړی ونه کړي.

د عبدالله عبدالله ډلې بیا ویلي دي چې دوی د دې لپاره خبرو ته تیار دي چې؛ د درغلیو د مخنوي لپاره یو مشترک میکانیزم جوړ شي.

که چیرته د انتخاباتو د ابتدایي نتیجو د ځنډیدو اعلان نن د انتخاباتو خپلواک کمیسیون رسماً وکړي نو دغه ځنډ به د جمهوري ریاست په وینا د نوي منتخب ولسمشر د لوړې د مراسمو نیټه بدله نه کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند شکیب مستغني پرون د سېشنبې پر ورځ په کابل کې وویل چې د شاوخوا څلویښتو هیوادو مشرانو ته بلنه ورکړل شوې ده چې د نوي منتخب ولسمشر د لوړې په مراسمو کې چې د اختر په پنځمه به ترسره شي، برخه واخلي.

XS
SM
MD
LG