د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل: ځانمرګي برید د افغان پوځ ۷ سربازان وژلي، ۱۶ ژوبل


د کابل پولیس وايي، چې نن (چارشنبه) سهار د دفاع وزارت د مامورینو پر موټر ځانمرګي برید کې اووه تنه وژل شوي او شپاړس ټپیان دي.

د کابل امنیې قومندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزي مشال راډیو ته وویل، په وژل شوو کسانو کې ولسي وګړي هم شامل دي:

″په هغه ځانمرګي برید کې چې نن سهار اووه بجې د ملي دفاع وزارت د کارکونکو د عملېي پر موټر رامنځته شوه، تر اوسه زموږ د پولیسو څیړنې نه دي بشپړ شوي، خو هغه معلومات چې مو د کابل د بېلابېلو روغتونو څخه تر لاسه کړي اووه تنه وژل شوي شپاړس تنه ټپیان شوي دي.″

ښاغلي ستانکزي زیاته کړه چې؛ د پېښې په اړه پلټنې پيل شوي دي.

وسله والو طالبانو د پېښې پړه منلې ده.

XS
SM
MD
LG