د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خلافت تاریخ


د عراق او شام د اسلامي دولت، یا داعش ډلې دعراق او سوریې په هغو سیمو کې چې ترواک لاندې راوستي خلافت «اسلامي دولت» اعلان کړ.

د عراق او شام د اسلامي دولت ډلې خپل نوم هم بدل کړ او ویې ویل چې، له دې وروسته یې نوم اسلامي دولت دی او خپل مشر ابوبکر البغدادي یې د مسلمانانو خلیفه اعلان کړ. او له ټولو مسلمانانو د بیعت غوښتنه وکړه.

اسلامپالو ډلو له مودې راهیسې د هغه اسلامي خلافت د راژوندي کولو هیله درلوده چې؛ د مسلمانانو د ۱۴۰۰ تاریخ په ترڅ کې یې په بیلابیلو بڼو د منځني ختیځ او د افریقا په شمال کې حکومت کړی.

د خلافت تاریخ

د خلافت اصطلاحي معنی د یوه خلیفه تر مشرۍ لاندې حکومت دی.

خلافت هغه اسلامي دولت و چې؛ د پیغمر (ص) له رحلته وروسته تاسیس شو.

د خلیفه کلمه په عربي ژبه کې د پیغمبر محمد (ص) د ځای ناستي معنی ورکوي.

خلیفه د نړۍ د مسلمانانو مشر ګڼل کېده؟

خلیفه د اسلامي دولت ستر مذهبي او سیاسی مقام و. هغه د نړۍ د ټولو مسلمانانو مذهبي مشر ګڼل کیده او د امیرالمومنین لقب یې درلوده.

د پیغمبر (ص) له رحلته وروسته څلورو راشدو خلفاوو تقریباً دېرش کاله حکومت کړی.

په سني مذهب کې ابوبکر، عمر، عثمان او علي رضی الله عنهم ته د پیغمبر (ص) را شد خلفا ویل کیږي.

له لومړیو څلورو خلفاوو وروسته څو سلطنتي کورنیو لکه امویانو اوعباسیانو هم د خلافت ادعا کړې.

خو د مغلو له برید وروسته اسلامي خلافت کمزوری شو؛ تردې چې عثمانیانو د اسلامي خلافت دعوه وکړه او دغه خلافت څو سوه کاله دوام وکړ؛ تردې چې نوي کاله پخوا د ترکیې د لومړني جمهور رییس مصطفی کمال اتاتورک له خوا لغوه شو.

د عراق او شام د اسلامي دولت ډله به د یوه واقعي او با اعتباره بدیل اسلامي نظام د رامینځ ته کولو له لارې د منځني ختیځ اوسني سرحدات ونه مني.
کریسټین

وروسته بیا د خلافت د احیا هڅې د مسلمانو مشرانو ترمینځ د سیاسي اختلافاتو له کبله نا کامې شوې.

په لندن کې د اسلامي تدریساتو استاد ډاکټر "کارول کرسټین" وايي؛ خلافت د سني اسلامي سازمانونو سیاسي نمونه ده؛ نه د شیعه ګانو.

شیعه په دې باور دي چې، د پيغمبر(ص) ځای ناستي باید د هغه له کورنۍ څخه وي.

شیعه په دی باور هم دي، چې حضرت علي (رض) دپیغمبر(ص) بلا فصل خلیفه او جانشین دی.

خو سنیان په دې باور دي چې، مشران انتخابي دي او حضرت علي له ابوبکر، عمر او عثمان رضي الله عنهم وروسته څلورم خلیفه دی.

کارول کرسټین وايي:

"پيروانو یې علي ته خلیفه نه ویل هغه یې امام ګاڼه. نو له هغه وروسته شیعه ګانو د امامانو خلافت ومانه خو سنیان ورسره موافق نه دي."

د سني مذهب په چوکاټ کې هم د تاریخ په زیاته برخه کې د خلافت لپاره سیالي شوې ده. متخاصمو واکمنو کورنیو په مصر او اوسنۍ هسپانیه کې د یوه او بل په ضد د خلافت دعواوې کړي.

بله پوښتنه دا ده چې، د عراق او شام د اسلامي دولت له خوا په اوسني وخت کې د خلافت اعلان څه اهمیت لري؟

ډېر څارونکي په دې باور دي چې، دغې ډلې د عراق او سوریې د پراخو سیمو له نیولو وروسته ځکه خلافت اعلان کړ چې؛ خپلې واکمنۍ ته مشروعیت او اعتبار ورکړي.

د اسلامي دولت ډله:

کارول کریسټین په دې باور دی چې؛ د عراق او شام د اسلامي دولت ډله به د یوه واقعي او با اعتباره بدیل اسلامي نظام د رامینځ ته کولو له لارې د منځني ختیځ اوسني سرحدات ونه مني.

خو د منځني ختیځ کم خلک او نظامونه به دعراق او شام د اسلامي دولت ډلې خلافت ته غاړه کیږدي.

د عراق او شام د اسلامي دولت د افراطي ډلې له خوا د خلافت ادعا په نړېوالو جهادي ډلو او القاعده شبکې هم تاثیر کولای شي.

سره له دې چې ریاض د عراق او شام د اسلامي دولت ډلې په څیر سازمانونو ملاتړ کړی؛ خو د خلافت اعلان به ځکه د سعودي عربستان خوشاله نه کړي چې؛ د دغه هېواد پادشاه خپل ځان د حرمینو خادم ګڼي او دغه لقب هم تقریباً د خلیفه بدیل ګڼل کیږي.
کریسټین

په سوریه کې دعراق او شام داسلامي دولت ډلې د مشرانو او د القاعده شبکې ترمینځ له اختلافاتو وروسته دغه ډله له القاعده بیله شوه.

القاعده شبکه له کلونو راهیسې د نړېوال جهاد دعوه کوي؛ خو د عراق او شام د اسلامي دولت ډلې په منځني ختیځ کې د پراخې سیمې په نیولو سره هغه څه وکړل چې؛ القاعده شبکې نه دي کړي.

د عراق او شام د اسلامي دولت ډلې له خوا دخلافت اعلان د خلیج عربي هیوادونو، په ځانګړې توګه سعودي عربستان ته ستونزې پیدا کولاي شي.

کارول کریسټین وايي، سره له دې چې ریاض د عراق او شام د اسلامي دولت ډلې په څیر سازمانونو ملاتړ کړی؛ خو د خلافت اعلان به ځکه د سعودي عربستان خوشاله نه کړي چې؛ د دغه هېواد پادشاه خپل ځان د حرمینو خادم ګڼي او دغه لقب هم تقریباً د خلیفه بدیل ګڼل کیږي.

XS
SM
MD
LG