د لاسرسي ځای

تازه خبر

د وزیرستان عملیات ایا ریښتیا ((د ټولو)) وسله والو ډلو پر ضد دي


افتاب احمد خان شېرپاو وايي، پاکستان دې ته په انتظار دی چې نوی افغان ولسمشر پر څوکۍ کښېني او له پاکستان سره ټولې موجودې مسلې هوارې کړي.

په پاکستان کې د قامي وطن ګوند مشر او د قامي اسمبلۍ غړي افتاب احمد خان شېرپاو له مشال راډيو سره د خبرو پر وخت د افغان ولسمشر د ملي امنیت مشاور ډاکتر رنګین دادفر سپنتا دا بیان رد کړ چې ګواکې د شمالي وزیرستان عملیات د ټولو پر ځای د یو څو خاصو وسله والو ډلو پر ضد دي:

((زما په خیال پاکستان ډېره [واضحه] خبره کړې ده چې موږ د ټولو [ډلو] خلاف، چې چا ټوپک اخیستی دی، د هغوی خلاف [عملیات] کوو او په دې لحاظ دا [عملیات د یو څو ډلو خلاف] نه دي.))

خو په کابل کې د افغانستان د ولسي جرګې غړی عبدالرحیم ایوبي وايي، ده ته ښکاري چې پاکستان تر اوسه د خپلې پخوانۍ تګلارې په تعقیب دی:

((تر کومه چې زه د سیمې له هغې غاړې له خپلو خلکو سره په تماس کې یم، یا دلته چې موږ د افغانستان د رییس جمهور [حامد کرزي] موقف یا د ډاکتر صاحب سپنتا موقف تعقیبوو، زه فکر کوم چې د پاکستان هم هغه پخوانۍ پالیسي ده، او د هم هغې په تعقیب دی.))

د شمالي وزیرستان د عملیاتو په اړه د کابل و اسلام اباد په نظرونو کې توپیر او د دواړو ترمنځ اختلافات په داسې وخت کې څه نتیجې لرلای شي چې سږ کال (۲۰۱۴ز) له افغانستانه ټول بهرني جنګي پوځیان ووځي؟

افتاب احمد خان شېرپاو وايي، پاکستان دې ته په انتظار دی چې نوی افغان ولسمشر پر څوکۍ کښېني او له پاکستان سره ټولې موجودې مسلې هوارې کړي:

((موږ هم امن غواړو او افغانستان هم امن غواړي او د هغې لپاره مشترکه جدوجهد کول په کار دي. زما په خیال اوس دې ته انتظار دی چې په افغانستان کې نوی [مشري] راشي او هغوی په حکومت کې شامل شي. نو زموږه به دا خواهش وي چې له هغوی سره یوه داسې [کاري رښته] جوړه کړو چې دواړه ملکونه د یوه مقصد لپاره، چې په دې [سیمه] کې روان حالات کابو کړو او دلته موږه امن قایم کړو.))

عبدالرحیم ایوبي فکر کوي چې د دواړو هېوادونو تر منځ د ریښتینې همکارۍ اړتیا ده چې دوی یو مېکانېزم جوړ کړي او په سیمه کې سوله او ثبات راولي:

((چې د دواړو ممالکو تر منځ د [سختدریځۍ او ترهګرۍ] خلاف صادقانه حرکت ونشي، د دې خلاف یو مېکانېزم جوړ نشي، د دې خلاف یوه طرحه جوړه نشي، د یو بل په مقابل کې چې شک و شبهات دي، دا له منځه لاړ نشي، تر هغې زه فکر کوم چې دا جنګ به ډېر غټ او دوامداره جنګ وي. دا جنګ به بیا پر دې پای ته نه رسېږي چې پاکستان عملیات وکړي، بلکې دا جنګ به بیا په کلونو دوام پیدا کړي.))

د افغانستان او د پاکستان د پارلېمان غړي په دې اند دي چې د سختدریځۍ ستونزه د دواړو هېوادونو ګډه هغه ده او د دې پر وړاندې دې په همغږۍ او همکارۍ، ریښتینې تګلارې عملي شي.

XS
SM
MD
LG