د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې نهه تنه ځانمرګي بريدګر نیول شوي


د خوست ولایت چارواکي وايي، چې د یاد ولایت د ملي امنيت له خوا د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ د زیړۍ ترخې په کلي کې يې نهه تنه ځانمرګي بریدګر نیولي دي.

د خوست ولایت چارواکي وايي، چې د یاد ولایت د ملي امنيت له خوا د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ د زیړۍ ترخې په کلي کې يې نهه تنه ځانمرګي بریدګر نیولي دي.

د خوست د والي ویاند مبارزمحمد ځدراڼ نن سه شنبه مشال راډیو ته وویل، چې یاد کسان د دقیقو او کره مالوماتو وروسته د عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي او نیول شویو کسانو خپلو لومړنیو تحقیقاتو کې په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.

نوموړي وویل، چې د ځانمرګو بریدګرو ډلې غوښتل، چې د ولایت مقام په ودانۍ، امنیه قوماندانۍ او ملي امنیت ادارې هم مهاله بریدونه وکړي، چې تر بریدونو مخکې ونیول شول.

مبارزمحمد ځدراڼ وویل، چې نیول شوي کسان د پکتیا او پکتیکا ولایت اوسیدونکي دي او د نیول شوې ډلې سره نهه د ځانمرګي بریدونو واسکټونه، یو میل راکټ، څلور میله کلاشنکوفونه او نورې وسلې او واسطې هم نیول شوي دي:

((د دغو نهو تنو نيول شويو کسانو سره شپږ د چاودېدونکو توکو ډک واسکټونه، يو ميل راکټ انداز، څلورپنځوس لاسي بمونه، دوه ميله ګرنېت لانچر او ورسره څلورويشت فيره د ګرنېټ لانچر مرمۍ، څلور ميله کلاشينکوفونه،۴۱ دانې د کلاشينکوف شاجورې، چانټې، دولس سوه دېرش فيره د کلاشينکوف مرمۍ، لس فيره د راکټ انداز مرمۍ، يو عدد رېموټ کنټرول ماين، څلور جوړې د سرحدي پوليسو نظامي يونيفورم د دوه عرادې سراچه موټرو سره يو ځاى نيول شوي دي.نيول شويو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړى او ويلي يې دي، چې دوى غوښتل د ولايت مقام په ګډون په نظامي او امنيتي ادارو ډله ايز وسله وال بريدونه ترسره کړي.))

د یادونې وړ ده د خوست د ولایت مقام چارواکي داسې مهال د نهه تنو ځانمرګو بریدګرو د نیول کیدو خبر ورکوي، چې د یاد ولایت د امنیتي ارګانونو له خوا په تېرو څلور ورځو کې د موساخېلو او نادرشاه کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې هم اوه تنه وسلوال ژوندي نیول شوي دي.

XS
SM
MD
LG