د لاسرسي ځای

تازه خبر

«موږ ژوندي مړي يو»


په پاکستان کې په ٢٠١٢م کال شاه خوا ٤٥٠ او ٢٠١٣ کال ٤٠٠ شيعه ګان وژل شوي ول چې پکې زياتره یې له هزاره ټولنې سره تعلق لرلو.

د بشري حقونو نړۍوال تنظيم «هيومن رايټس واچ» په پاکستان کې پر شیيعه مسلمانانو او په خاص توګه د هزاره ټولنې پر وژلو خپل يو راپور کې ويلې دي چې سرکاري چارواکو او امنیتي ځواکونو ته پر دې خبره د پوهېدو ضرورت دی چې لشکر جنګوي د ظلمونو خلاف د کاروايي کولو پرته بله لاره نشته.

د بشري حقونو څار ډلې د شيعه مسلمانانو د وژنې په اړه راپور تر دې سرټکي لاندې خپور کړی «موږ ژوندي مړي يو». په راپور کې له پاکستان حکومته غوښتنه شوې ده چې د سني انتها پسند ډلو پر ضد دې ضروري اقدامات اوچت کړي چې دغه ډول د شيعه مسلمانانو او هزاره ټولنې خلاف د نورو کاروايانو او وژنو مخه ونیول شي.

د بشري حقونو څار ډلې د ايشيا مشر بريډ ايډم وايي، «پاکستاني چارواکي د لشکر جنګوي له اړخه د تشدد په ودرولو کې ناکامه شوي دي او هزاره ټولنه د ویرې ترهې په ماحول کې په ژوند تېرولو مجبوره ده»

دی دا هم وايي، «سني انتها پسند هزاره برادري په جماتونو، مذهبي جلوسونو، په سفر او نور ورځنۍ ژوند په نښه کوي او د حملو په ختمولو کې د حکومت ناکامي هم دومره د اندېښنې وړ دي څومره چې دا حملې دي»

رپورټ له حکومته غوښتنه کوي چې په خاص توګه د لشکر جنګوي په شمول هغه ټولې وسله والې ډلې چې انساني حقونو خلاف ورزيانو کې ککړ دي د هغې دې نه صرف احتساب وکړل شي بلکې وسلې دې هم ترې واخيستل شي.

د دې رپورټ په اړه د پاکستان بشري حقونو کميشن يو چارواکې کامران عارف وايي، «هغه له دې خبرې سره اتفاق کوي، داسي ډلې په پاکستان کې شته چې هغوی د شیيعه ګانو خلاف دي. حکومت ته پکار ده چې په هېواد کې مېشتو ټولو وګړو ته تحفظ ورکړي. او په فرقه ايزه پېښو کې د ککړو ډلو خلاف دې کاروايي وکړي»

پدې رپورټ کې تر سلونو زيات اغېزمنو سره چې پکې له بریدونو روغ راوتي کسان، د متاثرينو کورنۍ، د قانون نافذو کونکو اهلکارانو او ماهرين راځي مرکې شوې دي.

په دې رپورټ کې د يو بس ډرايور حاجي خوشال خان نه هم انټرويو اخيستل شوې ده. هغه وايي، « د ايران تر پولې خپل بس چلوم او څنګه چې مستونګ ضلعې ته داخل شوم، نو وسله والو زموږ لاره ونيوله او راته و یې ویل، چې په تاسو کې سنيان څوک دي، هغه دې ولاړ شي. نو هر چا منډې وهلې او زه يو نزدې ځای ته ورغلم، له هلته مې وکتل چې پر شیيعه ګانو باندې يې ډزې وکړې»

دغه رنګ دا رپورټ زياتوي د پاکستان نړۍوالو اتحاديانو او نړۍوالو مرستندویانو ته پکار ده چې د پاکستان پر حکومت زور واچوي چې د نړۍوال حقونو په لړ کې خپل فرض ادا کړي او په بلوچستان کې فرقه ايزه وژنو کې د ککړ مجرمانو خلاف د مقدمو تفتيش وکړي.

د دې تنظيم د مالوماتو له مخې په پاکستان کې په ٢٠١٢م کال شاه خوا ٤٥٠ او ٢٠١٣ کال ٤٠٠ شيعه ګان وژل شوي ول چې پکې زياتره یې له هزاره ټولنې سره تعلق لرلو.

XS
SM
MD
LG