د لاسرسي ځای

تازه خبر

دبلوچستان خلک وايي دغلته امنیتي وضع ښه شوې ده


فایل فوټو
فایل فوټو

بلوچستان کې خلک وایي، له تیرې څه مودې راهیسې د سیمې امنیتي وضع د پخوا په پرتله ښه شوې ده . یوشمیر خلک بیا دا ادعا هم کوي چې په خطر ناکو لویو لارو اوس تګ راتګ اسانه شوی دی ځکه چې د لارو امنیت هم ښه شوی دی.

بل پلو واکمن ګوند پښتونخوا عوامي ملي پارټي وايي که ځینې ناڅرګند قوتونه د بلوچستان په چارو کې لاس وهنه بنده کړي نو دې سره به د سیمې امنیتي وضع نوره هم ښه شي.

د کوټې د اوسېدونکي،سید فیصل شا په وېنا،د پښتون ملت پالې،پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ په ګډون د ملت پالو په موجوده حکومت کې امنیتي وضع ډېره ښه شوې ده:

(پخوا به موږ همېش د نا امنو پېښو سره مخامخېدلو.هزارګان خوندي نه وو.دوی کوټه کې ژوند نه شو تېرولی،خو اوس دغه نوی حکومت چې واک سنبال کړی دی،نو د هزارګانو تر څنګ د نورو خلکو هم ورځ ښه شوې ده. )

د سیمې بل اوسېدونکی،حکمت الله هم د امنیت له وضعې مطمین دی:

(تېر حکومت کې ګډوډې زیاته وه.مرګونه،هدفي وژنې او د پېسو لپاره تښتونې زیاتې وې،خو په بې طرفۍ درته وایم چې موجوده حکومت کې دا هر څه که ختم شوي نه دي،خو کم شوي ضرور دي.هو،دومره څه به خامخا وي،کوم چې د یوې یا دوو ورځو کار نه دی،بلکه دا به سوکه سوکه سمېږي.)

حکمت الله هیله من دی چې که وضع دغه شان د سمېدو پر لور روانه وه،نو د دوی کاروبارونه او عادي ژوند به بیرته د پرمختګ پر لور سفر شروع کړي.

خو یو دوکاندار،سلطان محمد بیا محتاط نظر لري.دی که څه هم امنیت کې ښه والی مني،خو دا هم په ګوته کوي چې کاروبارونه هغه شان په ټپه ولاړ دي،لکه چې په تېرو حکومتونو کې وو:

(حکومت ته د امنیت په لړ کې نور هم ډېر څه کول پکار دي.دا عارضي بهتري ده.پکار ده چې نور ګامونه هم پورته کړل شي،ولې چې زموږ کاروبارونه داسې نه دي،چې موږ ګوا کې دا ووایو چې حکومت هر څه سم کړل.)

خو بلې خوا ته د نصیب الله په نامه یو بل ځایي کس بیا د امن وامان په لړ کې له موجوده حکومته هم مایوسه ښکاري:

(اوس هم مرګونه،هدفي وژنې او تښتونې روانې دي.پر لویو لارو سفر اوس هم له خطره ډک دی او اوس هم د پخوا په شان بمي چاودنې کېږي.زه دا نه منم چې ګوا کې موجوده حکومت د امن و امان په سمولو کې څه رول لوبولی وي)

بلخوا د بلوچستان په حکومت کې واکمن ګوند،پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ صوبایي صدر،عثمان کاکړ بیا وایي چې که ځینې ناڅرګنده لاسوهنې بندې شې،نو دوی به امنیت نور هم سم کړي:

(ښه والی راغلی دی او دا باید چې موږ ومنو.پر کوټه،چمن لویې لارې پخوا سفر نه شو کېدلی،اوس څوک جُرات نه شي کولی چې مسافرو ته څه ستونزه رامخته کړي.پر کوټې،کراچۍ او لورالایي،غازیخان ډېره لویې لارو سفر هم ډېر آسان او له خطر پاک شوی دی.که څه هم ځینې وسله والې ډلې کوشش کوي چې د کراچۍ-کوټه لویه لار بیرته ناامنه کړي،خو موږ به دوي دې کار ته پرې نه ږدو.)

عثمان کاکړ زیاتوي،دا خو یوازې د یوه کال کارکردګي ده.دوی ته آیین او قانون د ۵ کلونو مېنډېټ ورکړی دی او خلک به راتلونکي کې د ده په خبره،امنیت کې نور هم ښه والی وویني.

که څه هم اختلافي نظر موجود دی،خو بلوچستان کې زیاتره خلک دا مني چې د پښتون ملت پاله،پښتونخوا ملي عوامي ګوند په شریک حکومت کې امنیت نسبتاً ټینګ او سم شوی دی.

XS
SM
MD
LG