د لاسرسي ځای

تازه خبر

عراق، د افغانستان د ملاتړ لپاره د بیدارۍ غږ دی


انګلستان چاپ ډيلې ټیلګراف ورځپاڼې، د بریتانیا د پوځ د پخواني لوي درستیز لارډ ریچاردز خبرې خپرې کړې او په سرلیک کي یي د هغه له خبرو څخه په غټو ټکو کي لیکلي: عراق، د افغانستان د ملاتړ لپاره د بیدارۍ غږ دی.

واشنګټن پوست ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړې د پراخیدو په اړه یو تحلیلي مضمون خپور کړی او په یوه برخه کي یي راغلي.

پاکستان په شمالي وزیرستان کي له یوې سیمې څخه چې تروریستان په کي فعال وو، له څلور لکه او پنځو زرو زیات اوسیدونکې ایستلې ، خو د وسله والو پر ضد تهاجمې حملې یي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نوي شخړې له امله پیچلې شویدي.

واشنګټن پوست لیکي: امریکایي چارواکې له کلونو راهیسي زیار باسي چې پاکستان او افغانستان په ګډه د پولې په اوږدو کي د تروریستانو پرضد کاروکړي. ددي کار اړتیا په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د شمیر له کمیدو وروسته نوره هم زیاته شویده.

ورځپاڼه وړاندي لیکي، افغان او پاکستانې طالبان ادعا کوي چې دوي یو له بله مستقل دي، خو داسي بریښي چې په ځینو مواردو یا فعالیتونو کي همکاري هم کوي. له څو کلونو راپدیخوا، د افغانستان او پاکستان استخباراتي او پوځې چارواکي یو بل د طالب وسله والو په ملاتړ تورنوي.

واشنګټن پوست د پاکستان د پوځې استخباراتو یا ای اېس ای د پخواني رئیس جنرال جاوید اشرف قاضي خبره راخیستي چې وایي، د افغانستان استخباراتې اداره د پاکستان ضد خلکو څخه ډکه ده او دغه راز د پوځ جګپوړي مشران هم د پاکستان پرضد دي. په داسي یوه حالت کي به دوی څنګه له پاکستان سره مرسته وکړي.

ورځپاڼه وړاندې لیکي: د ځینو مخکنیو پوځې عملیاتو پرخلاف، چارواکي ټینګار کوي چې په پاکستان کي روان عملیات یوازې د پاکستانې طالبانو پر ضد دي، خو دغه راز به د حقانې شبکې پر وسله والو هم حملې وکړې.

واشنګټن پوست لیکي، په حقانې شبکې شک دی چې له ای اېس ای سره اړیکې لري، خو تیره اوونۍ د پاکستان د پوځ د لويو درستیزانو د کمیټې مشرجنرال راشد محمود د امریکا دفاع وزارت مشرانو او د کانګرس غړیوته یو ځل بیا په ټینګه وویل چې په عملیاتو کي به د حقانې شبکه له شمالي وزیرستان څخه لري کړي.

---

انګلستان چاپ ډيلې ټیلګراف ورځپاڼې، د بریتانیا د پوځ د پخواني لوي درستیز لارډ ریچاردز خبرې خپرې کړې او په سرلیک کي یي د هغه له خبرو څخه په غټو ټکو کي لیکلي: عراق، د افغانستان د ملاتړ لپاره د بیدارۍ غږ دی.

ورځپاڼه د ریچاردز د خبرو په دوام کي لیکي: که چیري د ناتو په مشرۍ ایتلاف له افغان حکومت سره د مرستو ژمنې پرځاي نکړې، نو د عراق وضعه به په راتلونکې کال کي په افغانستان کي تکراره شي.

د برتیانیا د پوځ پخوانی لوي درستیز په ډیلي ټیګراف ورځپاڼه کي خبرداری ورکوي او وایي، د عراق شخړې او مصیبتونه د بیدارۍ غږ دی چې بریتانیا او متحدان یي باید له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG