د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست رایې له ټګۍ درغلۍ پاکې دي


خوست کې د بیا رای شمېرنې بهیر
خوست کې د بیا رای شمېرنې بهیر

په خوست کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر شفیق وفا د رایو بیا شمېرلو په باب مشال راډیو ته وویل، چې دا بهیر به د ناظرینو او مشاهدینو پر وړاندې په شفافیت ترسره شي

د سېشنبې ورځ ناوخته په خوست کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له خوا د رای اچونې د اتو محلونو د رای شمېرنې بهیر ترسره شو، په خوست کې د ټاکنو د سیمه ییز دفتر چارواکي وايي، چې دا کار يې دد مرکزي کمیسیون د هغه پریکړې له مخې کړی، چې غواړي په هغو پنځو ولایتونو کې لس سلنه رای له سره وشمېري، چې د ولسمشری یو تن نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله انتخاباتي ټیم ورباندې د ټاکنو پر مهال د پراخو درغلیو تور پورې کړی دی.

د رای شمېرنې په یاد بهیر کې چې په خوست کې د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون چارواکیو او کمیشنرانو، د فیفا او ټیفا همدارنګه مدني بنسټونو او رسنیو خبریالانو برخه اخیستې وه، د ولسمشرۍ د دوه مخکښو نوماندانو له منځه د ډاکټر محمداشرف غني احمدزي د ټاکنیز دفتر استازي برخه درلوده، خو د ډاکټر عبدالله عبدالله د ټاکنیز دفتر استازي په دې خبره، چې دوی د ټاکنو د دواړه کمیسیونونو سره د همکارۍ پریکون اعلان کړی، د رای شمېرنې په بهیر کې ګډون ونکړ.

د ټاکنو د کمیسیون له خوا په دې اتو محلاتو کې د مختلفو ولسوالیو صندوقونه وشمېرل شول، په یو صندوق کې د شپږو سوه رایو څخه اوه د ډاکټر عبدالله، دوه باطلې او نورې ټولې د ډاکټر اشرف غني په ګټه استعمال شوې وې او د نورو محلونو رای هم تر ډېره په همدې توګه وې.

په خوست کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر شفیق وفا د ټاکنو د مرکزي کمیسیون په پریکړه په پنځو ولایتونو کې د یو شمېر محلونو د رای د بیا شمېرنې د بهیر په تړاو مشال راډیو ته وویل، چې دا بهیر به د ناظرینو او مشاهدینو پر وړاندې په شفافیت سره ترسره شي:

«د مرکزي دفتر څخه هدایت راکړل شوی، چې یو تعداد محلات بیا وشمېرل شي او تفتیش شي، نو غواړو چې د قانون او طرزالعمل سره سم غواړو د رای شمېرنې دا بهیر رسماً افتتاح کړو، البته د مطبوعاتو، د مدني ټولنو د استازو، د شکایاتو د کمیسیون د رئیس او کمیشنرانو، د دواړو مخکښو نوماندانو د ناظرینو مخکې، چې دادی د فیفا نماینده، د ټیفا نماینده، د اې يم بي او نماینده، د ان ډي ای نماینده او په خوست کې د مدني ټولنو استازي دلته شتون لري»

په خوست کې د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون مشر مولوي خانزاده خان مشال راډیو ته وویل، چې په خوست کې د درغلیو کیسې ټولې ناسمې دي، دوی چې څومره تفتیش، تحقیق او بیا شمېرنه کړې ده، د درغلیو پيښې يې نه دي لیدلي او ټولې رای پاکې دي:

«زه په خپله په خوست کې د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون د مشر په توګه دا ویلی شم، څومره چې د خوست د ټاکنو په پروسه کې د درغلۍ کیسې موجودې دي او ټولې دروغ دي، دلته نه درغلي شوې ده او نه موږ درغلي پیدا کړه، موږ د خپل تحقیق، تفتیش او بیا شمېرنې په نتیجه کې موږ داسې شی پیدا نکړو، د دې سیمې د خلکو رای پاکې دي»

یاده دې وي د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د لوري هغه مهال د افغانستان په پنځو ولایتونو((غور، پکتیا، پکتیکا، خوست، نورستان)) کې له سره د لس سلنه رایو د شميرنې پریکړه وشوه، چې د ولسمشری یو تن نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله د جوزا د ۲۴مې په ټاکنو کې د مشخص نوماند په ګټه د پراخه درغلیو تور پورې کړ او د ټاکنو د دواړو کمیسیونونو سره يې د خپل ټاکنیز ټیم د همکارۍ د ځنډولو پریکړه وکړه.

XS
SM
MD
LG