د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرزی: افغانستان د دسیسې ښکار شو او جګړه په کې پیل شوه


د اېټلانټېک ورځپاڼې خبریال مجیب مشال له افغان ولسمشر حامد کرزي سره مرکه کړې ده. د یوې پوښتنې په ځواب کې کرزي ویلي، دی یو سوله ییز انسان دی او هېڅ کله به و نه غواړي چې دی د خپلو خلکو تر منځ په جګړه کې لوی قوماندان وي.

د اېټلانټېک ورځپاڼې خبریال مجیب مشال له افغان ولسمشر حامد کرزي سره مرکه کړې ده. د یوې پوښتنې په ځواب کې کرزي ویلي، دی یو سوله ییز انسان دی او هېڅ کله به و نه غواړي چې دی د خپلو خلکو تر منځ په جګړه کې لوی قوماندان وي.

کرزی وايي، ده په ۲۰۰۱ز کال کې پر افغانستان د امریکا په مشرۍ د نړیوالو د حملې له وخته په افغانستان کې د جګړې دلیل نه دی لیدلی. کرزی دې جګړې ته د سازش یا دسیسې نوم ورکوي او وايي، کله چې پر افغانستان حمله وشوه نو طالبان بې له جنګه له هېواده ووتل.

دی وايي، په هغه وخت کې په افغانستان کې د حکومتدارۍ نظام د نن پرتله ډېر کمزوری وو او جنایتکاران سره یو ځای شول، وسله والې ډلې یې جوړې کړې او طالبان یې وسلو اخیستو ته بیا اړ کړل.

کرزي اېټلانټېک ورځپاڼې ته ویلي، پر دې وخت پاکستان ته هم موقع په لاس ورغله او په افغانستان کې جګړه پیل شوه.

مجیب مشال له کرزي پوښتنه کړې ده چې دی نه غواړي چې د خپل پوځ مشر قوماندان و اوسي نو د هغو سرتېرو قربانیو ته په کومه سترګه ګوري چې هغوی یې د وسله والو پر ضد د جګړې پر وخت ورکوي؟

کرزي د دې په ځواب کې ویلي چې دی د افغان ملي امنیتي سرتېرو قربانۍ ستايي، او د خپلو سرتېرو ملاتړ کوي ځکه چې هغوی د خاورې بچي دي خو دا سرتېري د هغې جګړې ښکار شوي دي چې د افغانستان جګړه نه ده.

کرزي البته ورځپاڼې ته په خبرو کې دا ویلي دي چې د افغانستان د پولو دننه که څه هم دی د جګړې پلوی نه دی خو که د افغانستان له پولو دباندې د جګړې اړتیا پېښه شي نو بیا د ولسمشر او د مشر قوماندان په توګه دی تیار دې چې خپل کار ترسره کړي.

په تېرو ۱۲ کلونو کې د افغانستان د ولسمشر په توګه د کرزي لاسته راوړنو ته په اشاره نوموړی وايي، ده غوښتل چې افغانان سره یو ځای کړي. د هر رنګ، توکم او سیاسي فکر لرونکي افغانان ده یو ځای کړل. دی وايي، ده د افغانستان لپاره یو ډیموکراټیک نظام غوښته او د افغانستان د ولسمشرۍ وروستیو انتخاباتو وښودل چې دا لاسته راوړنه لري.

دی وايي، ده غوښتل چې افغانستان د بهرنیو قوتونو په اشاره عمل ونکړي نو دا کار یې وکړ. افغانستان یې ازاده کړ، او دا مهال د افغانستان د بهرنیو چارو تګلاره افغانان جوړوي او پر همدې اساس، افغانستان د نړۍ له هېوادونو سره اړیکي لري، لکه له ایران سره ښه اړیکي لري، له امریکا سره یې لري، له چین او روسیې سره هم اړیکي لري.

کرزي له اېټلانټېک ورځپاڼې سره د مرکې پر مهال ویلي، چې د تېرې څه د پاسه یوې لسیزې واکمنۍ د ده اصول نه دي بدل کړي. د ده په اند واک او اختیار په ده کې هېڅ بدلون نه دی راوستی.

دی زیاتوي، ده واکمنۍ ته د واک او طاقت د سرچینې پر ځای د کار په سترګه کتلي دي، دی طاقت نه خوښوي.

XS
SM
MD
LG