د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د افغان ځواکونو په ډزو ۱۸ تنه ملکي وګړي ټپيان شوي


د افغان ځواکونو په ډزو کې یو ټپي شوی تن په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
د افغان ځواکونو په ډزو کې یو ټپي شوی تن په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

د ننګرهار د غني خيلو ولسوالۍ اړوند د مارکو ښارګوتي خلک وايي چې د افغان ځانګړو ځواکونو په ‌ډزو اتلس تنه ملګي وګړي ټپيان شوي دي.


دغه پيښه د دوشنبې يا ګل په ورځ شاوخوا دولس بجې په داسې حال کې رامنځته شوه چې د افغان ځانګړو ځواکونو د موټړو په کتار يوه نامالومه کس لاسي بم وغورځاوه.


د مارکو ښارګوټي دوکانداران چې د پيښې عینی شاهدان دي، د جلال اباد ښار په مرکزي روغتون کې مشال راډيو ته وويل، کله چې له نامالوم لوري څخه د افغان ځانګړو ځواکونو په کتار لاسي بم وغورځول شو، هغوی په دوکاندانو ناتاره ډزې وکړې او ګن شمير عام وګړي يې ټپيان کړل، دوه تنو يې مشال راډيو سره په خبر کې وويل:

« نوم مې عزیزالله دی، مارکو کې مې دوکان دی، ما کاسه راواخيسته، انډۍ پسې تلم. چې اپلو هوټل ته تاو شوم، نو يو دوه ډزې وشوې، بیا نو عسکرو ډزې شروع کړې، دا دوکانداران په کې زخميان شول شول، شل پينځه ويشت تنه. ټول دوکانداران دي، عام خلک دي، دا ګوره زما د ماما زوی دی، د سرک په سر يې واوره خرڅوله، دوه درې ډزه لګيدلی دی. هغه بل د سبزۍ واله دی، دا بل د الوګانو خرڅولو واله دی. ټول عام خلک دي، غریب بیچاره.»

« زما نوم حاجی مياجي ګل دی، يم د مارکو اوسيدونکي. د بره خوا نه موټرې د داخليانو راروانې وې، چا له کومې مخې بم وروشغوو.‎ هغوو ډزې وکړې، او بيا دې خلکو په دوکاندارنو مشينې راواړولې، دا ټول په دوکانو کې لګيدلي دي. زموږ غوښتنه دا ده چې دې ته دې پام وشي، فکر دې وشي، چې دا ولې له موږ سره ظلم کيږي. ګوزار پرې د کوم ځای نه وشو او دوی په دوکاندارانو مشيني راښکته کړي، دغو عسکرو وويشتل چې په موټرو کې سپاره وو.»

بلخوا د ننګرهار د مرکزي روغتون سرطبیب همايون زهير مشال راډيو ته وويل چې له يادې پيښې څخه روغتون ته نهه تنه ټپيان راوستل شوي دي، دی وايي.

« تر دغه دمه د ننګرهار مرکزي روغتون ته نهه تنه ټپیان راوستل شوي، په دوی کې يو تن سطحي زخمي و، هغه ته خدمات عرضه شوي او بيرته کورته رخصت شوی دی. اته کسه موږ سره روغتون کې بستر دي، روغتيايي حالات يې انشاالله د ډاډ وړ دي.»

د يادې پيښې په اړه د ننګرهار د والي وياند احمدضیا عبدالزي وايي چې ولسي وګړي د ځانګړو ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ په نښته کې ټپيان شوي دي.

« د امنيتي ادارو د مالوماتو له مخې د شاهين په نوم قطعه چې افغان ځواکونه دي، دوی د جلال اباد ـ تورخم په لاره د ګزمې په حال کې و چې د زړو مارکو په ساحه کې په دوی باندې له يوې نامالومې نقطې نه د پيکا، بمونو او ځينو نورو مهماتو حمله پرې شوې، دوی هم متقابلې ډزې کړي. په دغو تبادلوي ډزو کې په تعداد د څوارلس تنو ملکي وګړي ټپیان شوي دي. او همدارنګه د شاهين له قطعې نه يو تن زخمي شوی دی.»

بلخوا د غني خيلو روغتون مشر ډاکټر ګل رحمن وايي چې د يادې پيښې نه ورته نهه تنه ټپيان وروړل شوي چې تر درملنې لاندې دي.
XS
SM
MD
LG