د لاسرسي ځای

تازه خبر

ضیاالحق امرخیل له خپلې دندې ځان ګوښه کړ


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د دارالانشا رییس ضیاالحق امرخیل
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د دارالانشا رییس ضیاالحق امرخیل

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د دارالانشا رییس ضیاالحق امرخیل نن «دوشنبه»خپله استعفی اعلان کړه.

ښاغلي امرخیل نن مازدیګر د انتخاباتو په خپلواک کمیسیون کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل؛ د افغانستان د ملي ګټو او اعتماد جوړوونې په خاطر له خپلې دندې په رسمي توګه استعفي کوي.


د انتخاباتو خپلواک کمیسیون رییس احمدیوسف نورستاني وویل؛ ښاغلي امرخیل د هیڅ ډول فشار له کبله استعفی نه ده ورکړې؛ بلکې دا د هغه خپله شخصي پریکړه وه او د نوموړي پر ضد د جوړې شوې دسیسې له امله نه ده.

ضیاالحق امرخیل وویل، د ده پر ضد دسیسه باید د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون له خوا وڅیړل شي.

ډاکټر عبدالله عبدالله انتخاباتي ډلې د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته یوه غږیز کلپ وښودله چې؛ د دوی په وینا، د انتخاباتو د خپلواکه کمیسیون د دارالانشا رییس ښاغلي ضیاالحق امرخیل د جوزا د ۲۴مې په انتخاباتو کې درغلۍ او بې نظمي کړې دي.

دا غږیز کلپ ۱۳ دقیقې وه او صوتې کیفیت یې چندانې ښه نه وو او داسې وښودل شول چې؛ امرخیل د انتخاباتو د خپلواکه کمیسیون له ځینو چارواکو او د ډاکټر اشرف غني د ټیم له یوې غړې سره خبرې کوي.

په دې سند کې ادعا شوې چې؛ امرخیل په فاریاب ولایت کې د انتخاباتو د خپلواک کمییسون مسوول ته وایي چې؛ په سیمه کې ټول کارکوونکې له دندو ګوښه کړي او پرځای یې پښتانه او ازبکان په دندو وګماري.

د ښاغلي عبدالله عبدالله د انتخاباتي کمپاین مسوول ښاغلي بریالي ارسلا خبریالانو ته وویل:

"د لومړي سند په توګه تاسو ته د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د چارواکو یوه سي ډي درښییم، چې په کې د یوه لوړ پوړي چارواکي غږ ثبت شوی دی؛ چې په بېلابېلو ولایتونو کې خپلو کارکوونکو ته لارښوونه کوي، چې د یوه ځانګړي کاندید په ګټه کار وکړي."

د ډاکټر عبدالله عبدالله انتخاباتې ډلې نه دي ویلي چې؛ دا غږونه یې څنګه ثبت کړي. فرانسپرس آژانس وایي چې؛ د دې سند اصلیت نه شي تاییدولاي.

موږ هڅه وکړه چې، د مسالې په اړه د ښاغلي امرخیل او یا د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د کوم بل جګ پوړې چارواکي غبرګون ترلاسه کړو؛ خو بریالي نشولو.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد ښاغلي پوهاند ودیر صافي د غږیز کلپ د خپریدو په اړه وویل:

"د یوه کاندید له خوا دا ډول غږونه خپرول او د انتخاباتو په کمیسیون کې پر یوه سړي پسې رااخیستل، چې ثبوت لا تراوسه د هېڅ یوې منبع له خوا تایید شوی نه دی. فکر نه کوم چې دا په خپله کاندید ته ګټه ولري او د افغانستان خلکو ته ګټور وي او یا خلک پرې باور وکړای شي.

دا غږونه ما په خپله واورېدل، دا مغشوش غږونه وو، زما په نظر دا جوړي شوي غږونه دي او سازشونه دي؛ چې دا یوې ډیموکراټیکې ټولنې، افغاني ټولنې او راتلونکي نسل ته ښه نه دي."

له ښاغلي صافي نه مو پوښتل چې د دې ډول شیانو خپرول به د خلکو یا رایې ورکوونکو پراذهانو څه ډول اغیز وکړي؟ هغه وويل:

"زه فکر کوم چې د افغانستان خلک دومره پوهېدلي دي؛ دا غږونه روښانه نه دي او دا سم کار هم نه دی؛ که دا غږونه سم وای، بهتره به دا وه چې د شکایتونو کمیسیون ته یې وړاندې کړې وای."

په عین حال کي د انتخاباتو خپلواکه کمیسیون د جوزا د ۲۴مې رایو د قسمي نتیجو اعلان ځنډولی دی. دا چې دا کار د انتخاباتو له قانون سره اړخ لګوي او کنه؟ ښاغلی صافی وایي:

"فکر نه کوم چې دا کومه ستونزه رامنځ ته کړي، خو دا ښه وو، چې دوی قسمي نتایج په داسې شرایطو کې اعلان نه کړل او په دې سره کمیسیون خپله بې طرفي وښوده."

په یوه بل پرمختګ کې ملګرو ملتونو وویل چې؛ د افغانستان د جمهوري ریاست د دوهم دورانتخاباتو په پروسه کې د همکارۍ لپاره چمتو دي. جمهور رییس کرزي د ملګرو ملتونو دې ونډې ته د منځګړې کلمه وکاروله؛ خو د انتخاباتو کمیسیون وویل چې؛ ملګري ملتونه کولای شي په تخنیکې او نظارتې برخو کي مرسته کړي.
XS
SM
MD
LG