د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیرستان کړکېچ: نه یې مرسته کوي نه بهرنیان ورپرېږدي


له شمالي وزیرستانه تر ۴۰۰ زره زیات خلک کډه شوي دي
له شمالي وزیرستانه تر ۴۰۰ زره زیات خلک کډه شوي دي

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې يو اېن ېيچ سي ار ويانده وايي، د پاکستان حکومت ورته د شمالي وزرستان له کډوالو سره د مرستو کولو غږ نه دی کړی

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې يو اېن ېيچ سي ار ويانده وايي، د پاکستان حکومت ورته د شمالي وزرستان له کډوالو سره د مرستو کولو غږ نه دی کړی. د دې په خبره چې د اسلام اباد حکومت ورته ویلي هغوی دومره وسايل لري چې د شمالي وزيرستان د کډوالو بندوبست په خپله وکړي او نړۍوالو مرستندويه ادارو مرستو ته لا ضرورت نه لري.


ویانده دنيا اسلم خان : په دې چې حکومت وايي، «له حکومت سره دومره وسايل شته چې هغوی په خپله د کډوالو خيال وساتي او چې کله يې مرستو ته ضرورت شو يانې ملګرو ملتونو يا نورو ادارو ته نو غږ به ورته وکړي. که زه د يو اين ايچ سي آر خبره وکړم نو دا د مهاجرينو اداره ده او صرف او صرف هغه وخت له کډوالو سره مرستې کوي کله چې ورته حکومت رسمي بلنه ورکړي او حکومت موږ ته رسمي بلنه نه ده راکړل شوې»

خو د پاکستان حکومتي ګوند مسلم ليګ (ن) وياند صديق الفاروق وايي، ده ته مالومات نشته چې حکومت به چې د شمالي وزيرستان له کډوالو سره د امداد لپاره مرستندويه ادارو ته رسمي بلنه ورکوي که نه خو دی زیاتوي «ما ته نه ده مالومه چې مرستندويه ادارو ته خواست کول زموږ د حکومت په پلان کې شته او که نه خو که حکومت داسې احساس کړي چې له موږ سره وسايل کم دي نو له هغوی به هم مرستې اخلو»

که څه هم د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په وينا پاکستان حکومت یې مرستو ته لا اړ نه دی خو د شمالي وزیرستان بې کوره شوو کډوالو له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې دوی د خوړو او سرپنا هېڅ بندوبست نلري. او نه هم د پاکستان حکومت یې مرسته کوي.

«بچې راته له لوګيو بیماره شول او مړه کيږي، له يوشمېر بيماريانو سره مخامخ یو، د خوړو هېڅ درک نه لګېږي. له سهاره راته بچې لګيا دي چې بابا چای راکړه چای راکړه، زه ورته له کومه ځايه چای راوړم.»

د پاکستان بشري حقونو کميشن د خېبر پښتونخوا څانګې مشر شيرمحمد وايي، نه خو حکومت په خپله له کډوالو سزه مرستې کوي او نه هم نړۍوالې ادارې پرېږدي چې له دوی سره مرستې وکړي، د ده په خبره دا په بشپړه توګه له بشري حقونو سرغړونه ده.

شيرمحمد: «موږ پر دې احتجاج هم کړی، بله دا چې له دې زيات په دې خلکو نور څومره ظلم کېدای شي چې لومړی يې له کوره راوباسې او بيا ورته د تمبو او خېمو بندوبست هم نه کوي، دا خو دومره لوی ظلم دی چې زه به واويم چې له بشري حقونو د سرغړونې انتها ده»

د پېښور پوهنتون پروفېسر اعجاز خټک وايي، حکومت د شمالي وزيرستان خلکو ته نړۍوالې مرستندويه ادارې ځکه نه ورپېږدي چې د ده په خبره بيا به د دغه ادارو کارکونکو ته په شمالي وزيرستان کې روان حقيقتونه په ډاګه شي.

اعجاز خټک : «دوی دا پټ ساتل غواړي چې هلته څه حالات روان دي، له وزيرستانه چې کوم خلک راځي هغوی به له ځان سره ډېرې خبرې راوړي چې هلته څه تېرېږي، د ترهه ګرو څه حيثيت وو، د هغو خلاف اپريشن اوس څنګه روان دی، خلکو ته څه تکليفونه رسېدلي، نو داسې خبرې لازماً شته چې حکومت نه غواړي هغه بهر دنيا ته مالومې شي.»

اعجازخټک زیاتوي، د حکومت دغه تګلاره چې نړۍوالې مرستندويه ادارې د شمالي وزيرستان له خلکو سره له مرستو دروري نو له دې څخه که يو خوا قبايلي ماشومان او ښځې مړې کيږي نو بلخوا پاکستان حکومت هغه قبايلي ولس چې وسلوالو پرې ظلمونو کړي هم له لاسه ورکوي.
XS
SM
MD
LG