د لاسرسي ځای

تازه خبر

فوټبال جهاني جام: هالېنډ و چیلي ته، برازیل و کېمرون ته مخامخېږي


په بي ډله کې هالېنډ له چیلي سره لوبې ته وردانګې. دغه دواړه ټیمان واردمخه د جهاني جام دویم بړاو ته وتلي دي. په دویم پړاو کې هره بایلونکې ډله به خپل هېواد ته کډه وړي.

د فوټبال جهاني جام په اې ډله کې نن برازیل و کېمرون ته مخامخېږي او کروشیا به د مېکسیکو پر وړاندې لوبېږي.


برازیل په څلورو پواېنټو مخکې دی.

په بي ډله کې بیا هالېنډ له چیلي سره لوبې ته وردانګې. دغه دواړه ټیمان واردمخه د جهاني جام دویم پړاو ته وتلي دي. په دویم پړاو کې هره بایلونکې ډله به خپل هېواد ته کډه وړي.

د جون پر ۲۲مه ترسره شوو لوبو کې بېلجیېم روسیې ته د لوبې په وروستیو شېبو په ۱-۰ ماتې ورکړه او دویم پړاو ته یې سر ویوست.

بېلجیېم د شپږو پواېنټونو په لرلو سره د اېچ ډلې په سر کې دی.

په همدې ډله کې الجزایر جنوبي کوریا ته په ۴ – ۲ ماتې ورکړه، او په جهاني جام کې د پاتې کېدو هېلې یې تاندې وساتلې. د الجزایر ګټې روسیې ته هم دویم پړاو ته د وتو وار پلاس ورکړ.

په جي ډله کې برتګال او متحده ایالات امریکا په ۲- ۲ ګولو لوبه سر په سر کړه. په دغه ډله کې جرمني له څلورو پواېنټونو سره وړاندې ده، خو امریکا بیا د کمزورو ګولونو په لرلو سره ورپسې ده.
XS
SM
MD
LG