د لاسرسي ځای

تازه خبر

نوازشریف : په افغان سیم کارتونو دې بندیز ولګول شي


د پاکستان وزیر اعظم نوازشریف
د پاکستان وزیر اعظم نوازشریف

د پاکستان وزیر اعظم نوازشریف د خپل هیواد د مواصلاتو وزارت ته سپارښتنه کړې ده چې د افغان سیم کارتونو په استعمال دې بندیز ولګوي. نوموړي ویلي ، په پاکستان کې یو شمیر وران کاري د افغان سیم کارتونو څخه په ګټې اخیستلو تخریبي فعالیتونه ترسره کوی.

د پاکستان وزیر اعظم ویلي د مواصلاتو وزارت باید په دوو ورځو کې دننه په افغان سیم کارتونو دې بندیز ولګوي ځکه چې له دغو کارتونو نه د ترهګرۍ ، قلنګ اخیستنې او نورو منفي کړنو کې ګټه اخیستل کیږي. کارپوهان وايي ددې ګام په اوچتولو سره د پاکستان حکومت غواړي چې د وسله والو ډلو ترمنځ رابطې وشکوي.

یو پخوانی پاکستاني پوځي چارواکی خالد منیر په دې اړه وايي : (( د عملیاتو لپاره دا ډیره ضروري ده چې د افغانستان په سیمونو بندیز ولګول شي. دافغانستان حکومت ته هم ویل پکار دي چې د پاکستان په پولو د موبایل برجونه ( ټاوروې ) دې غیر فعاله کړي. دې سره به د وسله والو ترمنځ رابطې ختمې شي. ))

یو بل کارپوه شهاب الدین خټک وايي د وزیر اعظم ددې اقدام مقصد د خلکو د سر او مال ساتنه کول دي: (( له بده مرغه اول به دلته پاکستاني سیم کارتونه هم په ریړو باندې خرڅیدل، خو چا یې پوښتنه نه کوله. همدارنګه افغان سیم کارتونه هم دلته په دلو دلو خرڅیږي، دا حقیقت دی چې وران کاري د افغانستان سیمونه استعمالوي او پته نه لګي چې دغه وران کاري د کوم ځای سره تعلق لري. ))

د یادولو ده چې تر دې وړاندې د خیبر پښتونخوا هايي کورټ او سپریم کورټ هم دا امر کړی و چې په غیر قانوني ډول د استعمالیدونکو سیم کارتونو مخه دې ونیول شي.

XS
SM
MD
LG