د لاسرسي ځای

تازه خبر

اټالییه کوسټاریکا ته او سویټززلېنډ فرانسې ته مخامخېږي


د یوراګوای لوبغاړي لویس سارېز انګلستان ته د جون ۱۹مې نېټې لوبه کې دوه ګولونه ورکړل.
د یوراګوای لوبغاړي لویس سارېز انګلستان ته د جون ۱۹مې نېټې لوبه کې دوه ګولونه ورکړل.

د فوټبال نړۍوال جام کې نن د جون پر ۲۰مه نېټه اټلي له کوسټاریکا هېواد سره لوبه لري. اټالیې او کوسټاریکا لا د وړاندې یوه یوه لوبه ګټلې ده او بل برۍ به یې په جهاني جام کې د لوبېدو ځای لاپسې ټینګ کړي.

د فوټبال نړۍوال جام کې نن د جون پر ۲۰مه نېټه اټلي له کوسټاریکا هېواد سره لوبه لري. اټالیې او کوسټاریکا لا د وړاندې یوه یوه لوبه ګټلې ده او بل برۍ به یې په جهاني جام کې د لوبېدو ځای لاپسې ټینګ کړي.


سویتزرلېنډ به له فرانسې سره لوبه کوي. ګتونکی ټیم به د اي ډلې پیاوړې لیکې ته ځان برابر کړي.

د ورځې په پای کې به بیا د اي ډلې هېوادونه هانډوراس او اېکواډور یو بل ته مخامخېږي.

پر ۱۹م جون د ډي ډلې یوراګوای له انګلستانه په ۲- ۱ لوبه یووړه او انګلستان یې داسې دېواله ته ودراوه چې په ډېر مشکل به په جهاني جام کې خپل مقام وساتي.

تر دې وړاندې په سي ډله کې کولمبیا له اۍوري کوسټه به ۲ – ۱ لوبه یووړه.
XS
SM
MD
LG