د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: چارواکي د ټاکنو په بهیر کې د امينت د خونديتوب ډاډ ورکوي


د ننګرهار د امنيتي ادارو مسوولينو د پنجشنبې ( زيارت) په ورځ له غرمې وروسته په يوه ګډ خبري کنفرانس کې ډاډ څرګند کړ چې د ټاکنو د دويم پړاو امنيتي تدابير يې د لومړي پړاو پر تله ښه تنظیم کړي، ولسونه کولای شي چې په ډاډه زړه د خپلې خوښې نوماند ته رايې ورکړي.

د ننګرهار د امنيتي ادارو مسوولينو د پنجشنبې ( زيارت) په ورځ له غرمې وروسته په يوه ګډ خبري کنفرانس کې ډاډ څرګند کړ چې د ټاکنو د دويم پړاو امنيتي تدابير يې د لومړي پړاو پر تله ښه تنظیم کړي، ولسونه کولای شي چې په ډاډه زړه د خپلې خوښې نوماند ته رايې ورکړي.


دغه مطبوعاتي کنفرانس کې د افغانستان د کورنيو چارو وزرات اداري مرستيال، د ننګرهار د ملي امنيت مسوول، د ملي اردو، نظم عامه ، ملي پوليسو او سرحدي پوليسو مسوولينو ګډون کړی و او د دويم پړاو د ټاکنو په بهير کې يې د امنيتي تدابیرو په اړه خبرې وکړې.

په ننګرهار کې د ۲۰۱ سيلاب قول اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان جنرال دادن لونګ خلکو ته ډاډ ورکړ چې د ګډې امنيتي همغږۍ له امله په ټولو هغو مرکزونو کې چې خلک به په کې رايې اچوي، امنيت ټينګ کړی دی. نوموړي وويل:

« ملي امنيتي ځواکونه چې په ننګرهار کې ميشت دي، په يوې ښې ګډې همغږۍ سره يو ښه امنيتي تدابيري پلان جوړ کړی دی. د هغه د تطبیقولو په خاطر باندې د ننګرهار په ليرو پرتو سيمو او ولسواليو کې چيرته چې څومره د ټاکنو د رايو اچولو مرکزونه دي، د هغوی امنيت يې تامين کړی دی او دا به نور هم ټينګوي.»

د افغانستان په ختيځ د ۳۰۱ سرحدي لوا سرپرست قوماندان جنرال محمد ايوب حسين خيل په خپلو خبرو کې وويل چې سرحدي ځواکونه به هيچا ته اجازه ورنه کړي چې ټاکنيز بهير ګډ وډ کړي.

« د ۳۰۱ سرحدي زون ټول منسوبين ښه عالي مورال لري، ښه تجهيز شوي دي، تعليم او تربيه يې ليدلې ده، زه يو ځل بیا تاسو ته ډاډ درکوم چې سرحدي پوليس به په دويم پړاو کې هم د اول پړاو په شان دښمنانو ته غاښو ماتوونکي ځواب ورکړي، هيچا ته به دا اجازه ورنه کړي چې د دويم پړاو ټاکنې محتل کړي.»

د ننګرهار امنيه قوماندان جنرال فضل احمد شيرزاد د خبريالانو د دې پوښتنې په ځواب کې چې په يو شمير ولسواليو کې ځينو زوراکانو د ټاکنو د خپلواک کميسيون کارکوونکي ګواښلي چې د هغوی په خوښه به کار کوي، وويل:

« هر هغه څوک چې د چا په ګټه خلک دې ته هڅوي، هغه به دستګيريږي ( نيول کيږي) که دا په دره نور کې وي، که په نورو ولسواليو کې وي. هر هغه چا چې چا ته ګواښ کړی و، يا زورور و، يا چارواکی و، تېره ورځ مې د ګوشتې، هم د کوز کونړ او هم د دره نور ولسواليو قوماندانانو ته هدايت کړی و چې که داسې څوک چې هغه د انتخاباتو د کميسيون او يا نور خلک دې ته مجبوروي چې هغوی د دوی په خوښه کار تر سره کړي هغه به د قانون منګولو ته سپارل کيږي.»

‎د ننګرهارد امنيتي ادارو چارواکي وايي چې د ټاکنو په لومړي پړاو کې په ننګرهار کې ټول ۳۸۳ مرکزونو کې رايې اچول شوې وې چې د دويم پړاو لپاره يې لس مرکزونه نور هم زيات کړي او ولسونو ته ډاډ ورکوي چې په ارامه فضا کې دې د رايو مرکزونو ته ولاړ شي او خپله رايه د خپلې ځوښې نوماند ته ورکړي.
XS
SM
MD
LG